روغتیا

شپې لخوا د زیاتو «تشو بولو» کول خطرناکې پایلې لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د جاپان هېواد پوهانو د شپې لخوا زیاتې (تشې بولې) کول او د وینې لوړ فشار ترمنځ خطرناکې اړیکې موندلې دي.

ددغو پوهانو په بېلا بېلو څیړنو کې موندل شوې چې د وینې لوړ فشار کې د شپې لخوا د زیاتو بولو کولو له کبله ۴۰سلنه زیاتوالی راځي، چې په دې شکل دغه ناروغي ډيریږي او انسان د دماغي سکتې او زړه حملې ښکار کیږي.

ددغه څیړنې ګواښونکې پايلې د جاپان هېواد په «توهوکو روساي» پوهنتون کې ترسره شوي.

د څیړنې مشر ډاکټر «ساتوشي کون» وايي چې ددې تر شا اصلي لامل د زیاتې مالګې استعمال دی، چې د زیاتوالي پرمهال له بدن څخه د تشو بولو له لارې وځي او خطرناکې پایلې زیږوي.

همدا ډول د اکسفورد پوهنتون پروفیسره «باربرا کاسادي» وایي چې په نړۍ کې په ملیاردونو کسان د وینې لوړ فشار په رنځ اخته دي، او دا د وخت څخه مخکې د مړینې اصلي لامل دی، ددې له کبله په ۲۰۱۵م کال کې نږدې ۱۰ ملیونه کسان مړه شوي دي.

پوهان د غوره روغتیا لپاره د مالګې د محدود استعمال، غوره خواړه خوړل، الکول او سګریټ څکولو څخه د ځان ژغورلو سپارښتنه کوي، سربېره پر دې د هرې ورځې ورزش عادت ګرځول او پر وزن قابو ساتل هم د یادو ستونزو په مخنیوي کې غوره ثابتیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x