افغانستان

زده کوونکو ته د طالبانو د ټاکلي یونیفارم هرکلی شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): په غزني ولايت کې طالبانو د دوو ولسواليو زده کوونکو او ښوونکو ته د ځانګړي يونيفارم د اغوستلو امر کړی دی چې د خلکو له خوا يې هر کلی شوی دی او د طالبانو دا ګام ستايلی دی.

د غزني د ولايتي شورا غړي وايي چې طالبانو په دې ولايت او په ځانګړي توګه ددې ولايت د خواجه عمري او جغتو ولسواليو کې ښوونکو او زده کوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې ښوونځيو ته د تګ پر مهال دې ځانګړی افغاني لباس په تن کړي.

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي چې طالبانو خلکو ته ويلي دی چې ښوونځيو ته د تګ پر مهال دې زده کوونکي سپين کالي اغوندي او سپينه خولۍ دې په سر کوي او همدا راز دې نجونې هم له افغاني لباس او حجاب سره ښوونځيو ته ځي، لنډې تنګې جامې دې نه غوندي او ښيځنه ښوونکې دې د ځانونو له سينګار څخه ډډه وکړي.

طالبانو د هلکانو په څېر نجونو ته هم د حجاب او افغاني لباس ترڅنګ د تور يونيفارم د اغوستلو سپارښتنه کړې ده.

د ذاکر الله په نامه د غزني يو تن اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي دي چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې چې کوم ښوونکي په دندو ګمارل کیږي لومړی به د طالبانو د ښوونې او روزنې ادارې ته ورځي او هلته به امتحان ورکوي.

د طالبانو ددې امر په اړه د غزني د پوهنې رييس محب الله انصاري وايي چې د طالبانو له لوري وضع شوي اصول او مقررات د پوهنې په بهير کوم منفي اغيز نه کوي او طالبانو چې زده کوونکو ته د کوم لباس د اغوستلو سپارښتنه کړې ده هغه اسلامي او افغاني دی.

محب الله انصار وايي چې تر دې وړاندې په جغتو ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي وو چې طالبانو يې د جلا کولو امر کړې و.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د يادې پريکړې تود هرکلی شوی دی او خلکو د طالبانو دا کار ستايلی دی.

د نور زاهد نوري په نامه د فيسبوک يو کارونکی ليکلي چې تنګې جامې اوسینګار دښوونځي معیار ندی، کوم معیارونه چې د طالبانو له لوري وړاندې شوي سل په سلو دتوافق اوتطابق وړ دي مهمه داده چې ښځینه او نارینه دښوونځي له زده کړو محروم پاتې نشي»

د سلمان قريشي په نامه يو بل تن ليکي: که د پتلون او نيکټاى سره د زده کوونکيو په استعداد او لياقت کې زياتوالى راتللو نو موږ به ويلي وو چى همدا دى يونيفورم شي خو چې داسى نه ده نو زموږ خپل اففانى لباس او کلتور کى هيڅ نقصان نشته.

محمد نسيم احمدزی وايي چې ښه کړنه که دهر چا له لوري تر سره کیږي باید وستایل شي، طالبانو چې د شریعت خلاف خبره نه ده کړې هر کلی ورته وايو.

بهير انصاري ليکي چې نجونی باید اسلامی حجاب مراعات کړی او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي کیدای شي په دې توګه ځینې نورې کورنۍ هم زړه ښه کړي چې خپلې لوڼې او خویندې مکتب ته واستوي.

د غروال افغان په نامه یو تن بيا د يونيفارم په اړه متفاوت نظر لري او وايي چې: سپین کالي ژر خيرنيږي او افغانان چې ډېر يې غريبان دي چې ژر ژر د لباسونو وينځل به ورته اقتصادي ستونزې پيدا کړي او هم به يې کور کې ميرمنې ستړي کړي، نو په کار ده چې د سپين په ځای يو بل داسې رنګ انتخاب شي چې ژر خيرن نشي.

د یادونې وړ ده چې طالبان په خپلو تشکيلاتو کې ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کميسيونونه لري چې په افغانستان کې تر خپل واک لاندې سيمو کې له ښوونځيو څخه څارنه کوي، د ښوونکو او زده کوونکو حاضرۍ ګوري او په بيلابيلو وختونو کې ځينې ښوونيزې سيالۍ هم جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x