طالبان: د مهماتو له لېږد وروسته، د ارغنج‌خواه له ودانۍ شاته شوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): بدخشان کې د ارغنج‌خواه ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر لاس لاندې وه، چې تازه يې حکومت د ودانۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپست ویاند نصرت رحیمي وايي، نن سهار يې د عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده او د ۱۴ طالبانو د وژلو دعوه يې کړې.

طالبانو دا ډول دعوې بې اساسه بللې، خو منلې يې ده چې د ولسوالۍ له ودانۍ شاته شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې ولسوالۍ له مرکزه يې مهمات لېږدولي، له ودانۍ شاته شوي او په یو کیلومترۍ کې يې مېشت شوي دي.

«د دښمن ادعاوې چې ګنې ولسوالۍ به يې په زور نیولې وي یا يې ډير تلفات اړولي حقیقت نه لري.»

دا په داسې حال کې دی چې په بل شمالي ولایت بلخ کې اربکی قومندان عصمت، د هغه مرستیال دلاور او د دوی څلور نور عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې دې اربکیانو ته خوځېدلی مرستندوی کتار هم د دوی د بمونو ښکار شوی چې پنځه تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د بلخ ځايي چارواکو د دې تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د