جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زموږ د کلي مازدیګر لکه د عطرو چینه
دا له منګیو ډک ګودر لکه د عطرو چینه

دا ستا خوږه او سپینه خولۀ لکه د شاتو بوتل
ستا په لونګو جوړ ټټر لکه د عطرو چینه

ځولۍ ځولۍ کمیس دې راوړه غېږې غېږې خوشبو
لکه لونګ، لکه عنبر، لکه د عطرو چینه

ټیک ده زموږ د کور انګړ لکه د عطرو دوکان
خو د هغې د کالۀ ور لکه د عطرو چینه

رنګ یې د وینې دی او بوی ترېنه د مشکو درومي
واه د شهید لالي پرهر لکه د عطرو چینه

شمال د ترخو بوی راوړي، د شپې باران شوی وي
د پسرلي رنګین سحر لکه د عطرو چینه

پکې توی شوي “خدرخېله” د ګلانو وینې
دا هسې نۀ ښکاري سپین غر لکه د عطرو چینه

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۱/۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د