کابل؛ د لويې څارنوالۍ د بودجې مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې د لویې څارنوالۍ په عسکري چارو کې د عمومي امریت د بودجې امر په ډزو وژل شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکي وايي، مدیر تمیم د غلام سرور زوی د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې تېره شپه وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا هغه لویه څارنوالۍ کې دنده درلوده، خو تېره شپه د یادې حوزې په چهار کلا سیمه کې کورته د تګ پر مهال تر برید لاندې راغلی دی.

کابل کې هدفي وژني او تښتونې نږدې د هرې ورځې خبره ګرځېدلې ده.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر مسعود اندرابي ټینګار کړی و، چې د ښار د خوندیتوب لپاره يې د پولیسو ګزمې هم ډېرې کړې دي، خو خلک بیا پولیس په دې ډول جرمونو کې پر ښکېلتیا تورنوي.

لویه څارنوالي وايي د تمیم په وژونکو پسې لستوڼي را بډوهلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د