افغانستان

پخوانی سناتور: د اشرف غني غوښتنه مې ونه‌منله، لرې يې کړم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): پخوانی انتصابي سناتور چې له څو میاشتې سناتورۍ وروسته بېرته اشرف غني له دندې لرې کړ، وايي د هغه غوښتنه يې ونه منله، ځکه يې لرې کړی دی.

باختر امینزی شپږ میاشتې وړاندې اشرف غني د انتصابي سناتور په توګه د مشرانو جرګې غړی معرفي کړی، خو تېره اوونۍ يې بېرته لرې کړ.

ښاغلي امینزي ويلي اشرف غني ورته ویلي و، چې د مشرانو جرګې د مشرۍ لپاره د فضل‌هادي مسلمیار په مقابل کې ځان باید نوماند نه کړي.

هغه طلوع‌نیوز ته ويلي چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ورته پر ټلیفون د اشرف غني پر حواله دا خبره وکړه، خو ده ونه منله او هغه هم له سناتورۍ لرې کړ، چې پر ځای يې عطا‌ءالله لودین ټاکل شوی.

فضل‌هادي مسلمیار بیا دا تورونه ردوي، خو دا چې د یو سناتور لپاره د سناتورۍ د مودې ټاکل د ولسمشر صلاحیت دی کنه، د حقوق‌پوهانو د ټولنې یو غړی وايي چې ولسمشر دا واک نه لري.

وحید فرزيي یادې سرچینې سره خبرو کې ویلي، کله چې یو سناتور انتصابېږي هغه د پنځو کلونو لپاره وي، ولسمشر دا واک نه لري چې د هغه د دندې موده وټاکي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

عجیبی او غریبی صحنې وینو.
بعضی کسان یا خپله ډېر زیرک او چالاک دی یا نور نړیوال لوبغاړی دومره زیرک دی چي د یو کس نوکرانه استعداد ډېر ژر کشف او نورو لویو لوبو ته ئې وهڅوی.
دا باختر لالا فقط شپږ میاشتی د سنا په خیمه کی تېری کړیدی خو اوس ئې دومره سترګی او پښې کړیدی چي د داعشی مسلمیار په وړاندی ئې د مبارزې توان موندلی دی، آیا غیر طبیعی نه ښکاری دا لوبه؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close