تقي عثماني

څو شیبې د امام ابوحنيفه پر قبر

ليکوال: علامه، محمد تقي عثماني
ژباړه: عبدالصمد شاکر

د امام ابو یوسف رحمه الله له مزار نه په داسې وخت کې اووتلو، چې د لمر سترګه په ډوبیدو وه او په زړه کې مې د امام صیب رحمه الله قبر ته د رسیدلو سخت شوق او زیاته تلوسه وه ، هغه که څه هم له دې ځایه لږ څه زیات لرې وو؛ خو زموږ ډرایور د خپلې ډرایورۍ تر څنګ د میلمه پالنې حقوق هم په ښه مینه او اخلاص سرته رسول، چې په دې توګه یې د ماښام لمانځه لپاره هلته ” مسجد الامام الاعظم ” ته ورسولو.

د امام صیب رحمه الله د قبر مبارک له وجې نه دا ټوله سېمه په “اعظمیه” باندې مشهوره ده. اوس دغه ځای د ښار تر ټولو خورا ښایسته سېمه ده؛ خو د امام صیب رحمه الله په دور مبارک کې دا ځای یوازې هدیره وه؛ البته دا چې هلته د خلیفه وينځه “خیزران” په کې دفن وه؛ نو له همدې کبله یې په “مقبرة الخیزران” باندې شهرت درلود.

خطیب رحمه الله پخپل کتاب “تاريخ بغداد ” کې ليکلي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مشهور راوي “محمد ابن اسحاق ” هم په دغه هدیره کې دفن دی؛ خو اوس هلته نور قبرونه ړنګ شوي دي او کومې نښې نښانې یې هم نه لیدل کیږي او ابادي ورباندې راغلې ده؛ خو البته د امام صیب رحمه الله قبر اوس هم شته او تر څنګ یې ستر جامع جومات د “جامع الامام ابو حنيفه ” په نوم باندې رغول شوی دی.

موږ د جومات دروازې ته په رسیدو وو، چې د ماښام آذان په زړه وړونکي غږ کې وکړنګول شو، قبر ته له ورتللو وړاندې مو همدلته په جومات کې د ماښام لمونځونه وکړل او بیا په ډېره مینه او تلوسه یې د قبر څنګ ته ورغللو، هلته په ورتللو موږ داسې احساس کاوه، چې ګواکې خوښۍ او ارام مجسم شوي دي او د قبر څخه چاپېره را تاو دي او زموږ مخې ته هغه محبوب ويده دی، چې له ماشومتوبه مې ورسره دومره مینه وه، که به چیرې د هغه نوم مبارک مخې ته راغی؛ نو د قدر او مينې ولولو به مې زړه په درزا کړ.

امام ابو حنيفه رحمه الله هغه وخت په کوفه کې وزيږيد، چې کله دغه ښار د علم او پوهې ستر مرکز ګرځيدلی وو، د هغه په هره کوڅه کې د لویوـ لویو محدثينو او فقهاء کرامو د درس حلقې جوړیدلې او د علم حدیث یو طالب العلم هم داسې نه وو، چې هغه دې د کوفې علماؤ ته محتاج نه وي. د امام صیب رحمه الله پلار محترم ” ثابت” نومیده او هغه په داسې وخت کې وفات شوی وو، چې امام صیب رحمه الله لا ماشوم وه؛ البته په یوه روایت کې داسې هم ويل شوي، چې د هغه مور محترمې وروسته له امام جعفر صادق رحمه الله سره نکاح وکړ، چې هغه د امام صیب رحمه الله سرپرستي پر غاړه واخیسته. (حدایق الحنفیه: ۴۳/ د مفتاح السعادة په حواله)

په لومړيو کې امام صیب رحمه الله په تجارت باندې اخته وو؛ خو کله ـ کله به یې د عقایدو او علم کلام سره هم مینه څرګندوله او د علماؤ په مجلسونو کې به یې برخه اخیستله، حضرت عامر بن شراحیل په هغه مبارک کې د ذهانت او فطانت اثار ولیدل؛ نو ورته یې د علم په زده کړه کې د ښې ژورې پوهې د تر لاسه کولو توصيه وکړه، امام صیب رحمه الله باندې یې نصیحت اغیز وکړ او د تجارت پر ځای یې د علم زده کړې ته مخه کړه. (مناقب الامام الاعظم: ۵۹/۱/ د. علامه مکي لیکنه) او د خپل وخت له ټولو سترو ـ سترو علماوو څخه یې د علم زده کړه وکړه، تر دې، چې ځینو د ده د استادانو شمېر څلور زره یاد کړی دی.

له دې وروسته، چې الله جل جلاله له امام صیب رحمه الله نه د دین کوم خدمت واخيست د هغه بیانولو ته کوم حاجت نشته او دا دی د هغه رحمه الله برکت دی، چې نن ورځ له نيمې نړۍ څخه زیاته مسلمانه ټولنه د قران او حدیثو په تشریح کې هغه رحمه الله ته محتاج دي او خپل امام او مقتدا یې ګرځوي.

په لومړیو کې امام صیب په کوفه کې مقیم وو او هلته اوسیده؛ خو د کوفې مشر “ابن هبیره” د ځینو سیاسي وجو پر بنا باندې نه تنها دا چې هغه بندي کړ؛ بلکې سخت تکلیفونه یې هم ورته ورکړل؛ خو کله، چې له بنديخانې څخه خلاص شو؛ نو د ظلم او ستم څخه د ساتنې په موخه یې مکې مکرمې ته مخه کړه، هلته لاړ او څو کاله یې هلته اوسګیرنه غوره کړه، له هغې نه وروسته، چې کله د عراق حالات ښه شول؛ نو بیرته عراق ته ستون شو او دا هغه وخت وو، چې د عباسي خلافت اغاز وو، په لومړيو کې هغه عباسي خلافت ته په دې وجه ښه راغلاست او وایه، چې په دیني اعتبار سره به له بني امیه څخه ښه ثابت شي؛ خو چې کله یې دا ارمان پوره نشو؛ نو د عباسي خليفه ګانو سره هم د هغه رحمه الله اختلافات پیل شول.

خليفه منصور غوښتل، چې د هغه په پاچاهۍ کې امام صیب رحمه الله کوم دولتي منصب قبول کړي، تر څو په دې توګه د خلکو حمایت ځان ته را جلب کړي؛ خو امام صیب رحمه الله دا ډول هیڅ کوم منصب منلو ته تیار نشو؛ ځکه چې ځينې شرعي کارونه د دولتي فرمانونو د پر ځای کولو په وجه له منځه تلل؛ البته کله، چې په هغه باندې فشار زیات شو؛ نو هغه د ښاروالۍ دندې منلو ته غاړه کیښوده. له هغې وروسته منصور ور باندې سخت زیات فشار راوړ، تر څو د قضاء دنده قبوله کړي؛ خو امام صیب رحمه الله په هیڅ ډول دغه دندې منلو ته غاړه نه کیښوده، چې په دې سره یې هغه بنديخانې ته واچوه او يوسل او لس دورې یې هم او واهه. په ځینو روايتو کې راغلي دی، چې هغه رحمه الله په همدغه بنديخانه کې وفات شو او په ځینو نورو کې بیا ویل شوي دي، چې له بنده خلاص شو؛ خو حکومت د دې اجازه نه ورکوله، چې فتوا ور کړي، یا له کور څخه بهر او وځي تر څو بهر له خلکو سره اوګوري، چې همدې وخت کې ورته د مرګ قاصد راغی او له دونيا څخه روخصت شو، چې د بغداد دغه برخې ” اعظمیه” د هغه د ارامګاه سعادت ځان ته حاصل کړ.

لکه څنګه، چې وړاندې وویل شول، چې دغه ځای چیرې، چې د امام صیب رحمه الله قبر دی دا په لومړیو کې یوه هديره وه، چې د مقبرة الخیزران په نوم باندې مشهوره وه؛ خو د امام صیب رحمه الله د تدفین نه وروسته یې په اعظمیه سره شهرت وموند، د امام صیب رحمه الله متعلقینو د هغه له قبر سره خوا کې یو مسجد جوړ کړ، د درس او تدریس لړۍ یې پیل کړه، چې دغه جومات ورو په ورو پراخي پیدا کړه تر دې، چې لوی جامع مسجد شو، ځان ته بیل اوږد تاریخ لري او د دغه جومات برحاله امام ورباندې بشپړ کتاب لیکلی دی.

د امام صیب رحمه الله قبر ته خاص او عام ټول راځي؛ خو علامه خطیب بغدادي د خپلې خوښې په خاطر د امام شافعي رحمه الله قول را نقل کوي، وايي: اني لاتبرک بابي حنیفة، و اجیئ الی قبره في کل یوم ـ يعني زائرـ فاذا عرضت لي حاجة صلیت رکعتین، وجئت الی قبره وسألت الله تعالی الحاجة عنده، فما تبعد عني حتی تفصيل. (تاریخ بغداد: ۱۲۳/ ۱). يعنې، زه په امام ابو حنيفه سره د برکت حاصلولو لپاره د هغه قبر ته هره ورځ ورځم او کله، چې ماته کوم حاجت پیدا شي؛ نو دوه رکعاته لمونځ وکړم او د هغه قبر ته ورشم، او هلته الله جل جلاله ته د خپل حاجت اړوند سوال وکړم؛ نو الله جل جلاله زما حاجت ډېر ژر را پوره کړي.

او د امام شافعي رحمه الله بله خبره، چې زیاته مشهوره ده هغه دا، چې یو ځل امام شافعي رحمه الله د هغه قبر ته ورغلی؛ خو هلته یې د خپل مسلک خلاف لمونځ وکړ – د سهر په لمانځه کې یې قنوت ونه ویله ـ دا ځکه، چې امام صیب رحمه الله مذهب دا نه وو،چې سهار لمونځ کې د دوعا قنوت ولولي.

د امام ابو حنيفه رحمه الله په قبر باندې په کیناستلو کې داسې ارام او سکون پروت وو، لکه ماشوم ته، چې د مور په غیږه کې کوم ارام او سکون پروت دی، زړه غوښتل چې دا کیفیت باید تر ډېره او تلپاتې وی؛ خو که تر ډېره هم ناست وی؛ نو د پورته کیدلو نه بله چاره نه وه او په داسې ډول ور څخه را پورته شوم، چې هيڅکله مې زړه نه غوښتل ترې لاړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د