نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د سولې د هڅو فعالانو په رسنیزو بحثونو او خواله رسنیو کې پر دې ټینګار کوي چې د سولهییز چاپیریال لپاره مهمه ده چې سولهییز ادبیات هم وکارول شي.
وروسته له هغه چې امریکا له طالبانو سره مخامخ اړیکي غښتلې کړې، د امریکايي چارواکو په اصطلاحاتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی، خو حکومت په توندۍ لا هم پر زړه لار روان دی.
د روان کال په فبروري میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په کلنۍ وینا کې طالبان یو مقابل لوری یاد کړی، چې طالبانو هم پرې تبصره وکړه.
طالبانو پخپله تبصره کې دا «ژور بدلون» یاد کړی او ان د سولې په برخه کې يې د مثبتو اغېزو د هیلو څرک بللی و.
«ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په خپلې کلنۍ وینا کې اسلامي امارت ته د (مقابل لوري) خطاب وکړ چې د امریکايي ولسمشر په توګه د نوموړي په وینا کې دغه اصطلاح کارونه د امریکايي چارواکو په سیاست کې داسې ژور بدلون دی چې په مذاکراتي بهیر کې د مثبتو اغیزو توقع تري کیدای شي.»
خو په ورته وخت کې حکومت په رسنیزو تبلیغاتي اعلانونو او ان د رسمي ویاندویانو او د هغوی د مرستیالانو په څرګندونو کې طالبانو ته «تروریستان» وايي.
تازه په بدخشان کې د ارغنجخواه ولسوالۍ اړوند د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې یاده ولسوالۍ يې «له طالب تروریستانو پاکه کړې ده.»
هغه چې په ټولو رسنیزو يادښتونو کې طالبان «تروریستان» بولي، په دې لنډ ټویټ کې يې هم دوه ځله طالبان «تروریستان» یاد کړي دي.
صبح امروز طی عملیات تصفیوی ولسوالی ارغنجخواه به صورت کامل از وجود تروریستان طالب پاکسازی و مرکز و سایر قریهجات این ولسوالی به دست نیروهای امنیتی و دفاعی کشور تصرف شده اند. در جریان این عملیات ۱۴ تن تروریستان طالب به شمول قاری حلیم ولسوال نام نهاد طالبان به این ولسوالی کشته شده.
— Nasrat Rahimi (@NasratRahimi12) April 2, 2019
دا پوښتنې لا هم پر ځای پاتې ده، چې که طالبان «تروریستان» وي، نو حکومت ولې ورسره د خبرو تږی دی او ایا له «تروریستانو» سره جوړجاړی پر ځای کار دی؟
د چارو څارونکي وايي حکومت باید په لوی لاس د سولې لپاره جوړ شوی ذهنیت ګډوډ نه کړي او ښه به دا وي چې د یو لوړپوړي ارګان په توګه «رسمي مؤدبانه» ژبه ولري.
د حکومتی بیسوادوخپلی خبری زده نه دی، اوتاسی د دی غلامانو څخه د دیپلوماتیکوادبیاتوتوقع لری؟