ارشيف

کندهار، غزني او پکتیکا کې ۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو د کندهار په شاولیکوټ، د غزني په ګېرو او د پکتیکا په ارګون ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۱تنه ملکي وګړي وژلي دي.

افغان اسلامي اژانس کندهار کې د ځايي سرچینو په حواله لیکي چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو په سورخييد سیمه کې پر یوه هوټل بمبار وکړ، چې د هوټل د څښتن په ګډون پکې ۱۵ تنه ووژل شول.

بهرنیو ځواکونو هم په یاده سیمه کې د بمبار پخلی کړی، خو دعوه يې کړې چې ملکي وګړي نه‌، بلکې طالبان يې وژلي دي.

په ورته وخت کې بهرنیو ځواکونو نن سهار مهال د غزني په ګېرو ولسوالۍ په باتور کلي کې هوايي برید کې درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د دې ولایت په ګاونډ پکتیکا کې هم ګډو ځواکونو تېره شپه د پیر کوتي سیمه کې پر کورونو چاپې وهلې او شپږ تنه ولسي وګړي يې وژلي دي.

د ځايي سرچينو له قوله عسکرو څلور کورونه بشپړ ویجاړ کړي او د ګڼو نورو کورونو او دوکانونو دروازې يې په بمونو الوزولي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نن کندوز کې د خونړۍ پېښې کال هم پوره شو، چې پکې هوايي برید ۱۵۰ تنه د قرآن حافظان، د مدرسې طالبان او عادي وګړي ووژل او تر ۲۰۰ ډېر يې ټپيان کړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د