افغانستان

د دشت ارچي د خونړي بمبار کالیزه او د ملکي تلفاتو تسلسل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): کال وړاندې تر همدې ورځ یوازې یوه اوونۍ مخکې کندوز کې ځينې پګړۍ تړلي ماشومان او تنکي ځوانان پر دوکانونو او مسجدونو ګرځېدل، ځينو د خپل ځان او ځینو د مشرانو د فراغت په مناسبت د جوړېدونکې جلسې خبرپاڼې پر دېوالونو نښلولې.

پوره کال وړاندې پر همدې ورځ د وري پر ۱۳مه، غرمه مهال د کندوز په دشت ارچي کې د علماوو او حافظانو د دستار بندۍ پر مراسمو چورلکو دورې وخوړې، پرلپسې ضربو يې سلګونه زړونه له حرکته وغورځول او سپينې پګړۍ په وینو کې سرې شوې.

دې خونړۍ پېښې د دارالعلوم الهاشمیه العمریه انګړ، خاموش کړ، خو له لنډې خاموشۍ وروسته د ټپيانو کرېږو او د ژوندیو پاتې کلیوالو چیغو په سیمه کې شور جوړ کړ.

په دې پېښه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه تنکي ځوانان، ماشومان او د جلسې ګډونوال په شهادت ورسېدل او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شول.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي، امنیه قومندان نیاز محمد عمرخېل او د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند حمیدالله حميدي ومنله چې هوايي برید کې جلسه په نښه شوې او وژل شوي ټول ولسي وګړي دي، خو په شمال زون کې د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وویل چې ۱۵ وسله‌وال طالبان يې وژلي دي.

ځايي اوسېدونکو پرلپسې خواله رسنیو کې د پېښې جزییات شریکول او ټینګار يې کاوه چې قربانیان ولسي وګړي، حافظان او د درس طالبان دي، خو د دفاع وزارت د وخت ویاند محمد رادمنش ټینګار کاوه، چې دوی د «دقیقو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو نظامي غونډه په نښه کړې ده.»

تر میاشت څو ورځې اوښتې وې، چې یوناما د دفاع وزارت څرګندونې دروغ وبللې او اعتراف يې وکړ چې قربانیان ولسي وګړي دي.

یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې وې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي و یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبار کې له لاسه ورکړي و.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان دي، خو زیاته کړې يې وه، چې ښايي تلفات تر دې هم زیات وي خو دوی د کره شواهدو په لټه کې دي.

ارګ دوه ورځې وروسته د جنرال خدایدا هزاره په مشرۍ «څيړنیز پلاوی» وګماره، خو ولسي جرګې وویل چې د پلاوي معلومات د معاملې ښکار شول.

د کندوز استازي انجینر کمال ساپي د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر معامله تورن کړ، هغه وویل: «زه پخپله د دشت ارچي د بمبار په اړه دفاعي او امنیتي کمیسیون ته ورغلم، عریضه مې وکړه، خو چې ابراهیمي صاحب معامله کوي، نور استازي ملامت نه دي.»

بښنه!

میاشت وروسته ارګ د دفاع وزارت ټینګار بې ځایه وباله، ويې منله چې ولس يې تر تېغ تېر کړی او بښنه يې وغوښته.

محمد اشرف غني د کندوز له قومي مخورو، دیني عالمانو او د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل، ارګ او د ملي دفاع وزارت د دې بمبار بښنه غواړي.

هغه وویل چې دی به د بمبار پر ځای یو مسجد او د شهیدانو په نوم یو څلی هم جوړ کړي، خو د کال په تېرېدو يې لا هم څرک ونه لګید.

نړۍوال غبرګونونه:

دغه زړه بوږنوونکې پیښه، لکه په وچو وښو کې د اور په شان ډېره ژر د نړۍ ګوټ-ګوټ ته ورسیده، په ټویټر کې د (مذبحة الاطفال في افغانستان: په افغانستان کې د ماشومانو عام وژنه) تر هاشټاګ لاندې دا پیښه د بحث توده موضوع وګرځیدله، په زرګونو لیکنې پرې وشوې، د بېلابېلو هیوادونو عالمانو، لیکوالو، د پوهنتون استاذانو، پارلماني وکیلانو، سیاسي او دیني شخصیتونو یې په اړه څرګندونې وکړې.

نن ټکی اسیا د بېلګې په توګه ځیني څرګندونې هغه مهال راغونډې کړې وې، چې په اسلامي نړۍ کې د دې پیښې په اړه يې د عمومي غبرګون ښکارندويي کوله:

دکتور علي القره داغي (د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې سرمنشي):
«په افغانستان کې د امریکا په خاینانه بمبار کې د قرآن کریم او بخاري شریف ۱۵۰ زده کوونکي د فراغت په غونډه کې په شهادت رسیدلي. دا پیښه په اسلامي او عربي ولسونو د جرائمو د تسلسل تازه کرغیړن جنایت دی چې بې پوښتنې ترسره کیږي. خو الله تعالی د ظالمانو له کړنو ناخبره نه دی او تر اخرت مخکې به یوه ورځ په دنیا له حساب سره مخ کیږي. ای جبار ذاته! ته یې انتقام واخله!».

دکتور اکرم حجازي (اردنی عالم، د مسلمانو مفکرینو د ټولنې د دارالانشاء غړی):
«شیطاني عالمان، پادریان او کشیشان د مسلمانانو په حق کې په وحشي جرائمو خاموش دي او د یو مجر او بل مجرم ترمینځ په توپیر او برترۍ قایل دي. دا هغه غله دي چې دین یې لوټ کړی او د ظالمو او مستبدو زبرځواکونو د منافعو د تامین لپاره یې دین استخدام کړی. یوه ورځ هم خپل دین، وینو، نوامیسو او حقوقو ته رښتیني نه دي پاتې شوي».

محمد هایف المطیري (کویټ پارلمان وکیل):
«په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د قرآن په حافظانو قتل عام جنایت ترسره کړ، که امریکا هرڅومره دې جګړه ته د تروریزم ضد جګړې برائت ورکړي دا یو خسیس او له کرکې ډک عمل دی».

وائل القاسم (د سعودي د تکنالوجي پوهنځي استاذ):
«بمبار که امریکايي طیارو کړی وي یا افغاني، محفل د طالبانو و یا د بل چا، خو پیښه یو جنایت دی او هیڅ عاقل یې نه شي توجیه کولی، ځکه چې بې ګناه ماشومان یې وژلي. پوښتنه دا ده: که چیرې د انجیل لوستونکي ماشومان وژل شوي وای د نړۍ غبرګون به څه وای؟!».

احسان الفقیه (اردنۍ لیکواله):
«چیرې دي د غندلو او تقبیح غونډې؟ چیرې دي غندنې، د ملاتړ غږونه او احتجاجي لاریونونه؟ د افغانستان د ماشومانو په قتل عام هیڅوک نه ژاړي، ځکه چې هغوی د محمد (صلی الله علیه وسلم) د دین پیروان وو. حتی د دغو ماشومانو د خپل وطن خلک، چې د وژلو نوبت یې راروان دی، هم اوښکي پرې نه تویوي. په فرانسوي، بلجیکي او د نړۍ په هر مسخه شوي ژاړي خو د یو مسلمان وژنه ورته مازې د ورځې تیریدونکی خبر دی.
د پاریس عام وژنه د هیڅ عقل او دین خاوند لپاره د منلو وړ نه ده، خو د افغانستان د ماشومانو په عام وژنې او غندنې چوپتیا د پوره ایماندارۍ نښه ده.که د دغو ماشومانو په اړه هر څه ووایو بیا یې هم حق نه شو ادا کولی. الله تعالی دې د هر هغه واکمن پاچاهي تالاترغه کړي چې د مسلمانۍ دعوه کوي خو له مسلمان پرته د نړۍ له بل هر اوسیدونکي سره خواخوږي ښيي، ځکه چې د مسلمان وینې په خفګان نه ارزي».

داهم القحطاني (كویټي لیکوال او ژورنالیست):
«ګناه یې دا وه چې مسلمانان وو، د قرآن کریم حافظان وو، هیڅکله به د هغو ماشومانو انځورونه چې افغاني چورلکو بمبار کړي، ونه ویني، دا انځورونه به د پاریس په ایفل برج ونه ځړیږي، نه به یې څوک د لندن په پول وځړوي، نه به یې د سیدني په اوپیرا ودانۍ او نه په کوم عربي ښار کې وویني. لویدیځ تمدن سپین سترګی دی او عربي [اسلامي] نړۍ بې غیرته ده».

علي جابر المشنوي (د شرعیاتو او قانون مختصص سعودي استاذ):
«په افغانستان کې د ماشومانو عام وژنه مونږ ته د نړیوال نظام اصلي څیره راښيي چې د کافر د یو څاڅکي وینې په خاطر اسمان ځمکې ته راښکته کوي، خو که د مسلمانانو له وینو ویالې بهیري له خولې یې حرف نه وځي».

ډاکټر جمعان الحربش (د کویټ پارلمان غړی):
«په افغانستان کې هوايي بمبار سلګونه د قرآن حافظان ووژل خو د مکارې نړۍ په نظر دا ترهګري نه ده؛ ځکه چې قربانیان یې مسلمانان دي».

دكتور علي محمد عوده (د صلیبي او د غرب د فکري جګړو په تاریخ کې متخصص سعودي استاذ):
«دا لومړۍ پیښه نه ده بلکې په مسلمانانو د غرب د پرلپسې ظلمونو اوږد تسلسل دی. دا اوږده لړۍ په نبوي عصر کې هغه مهال پیل شوه کله چې رومیانو د نبي علیه الصلاة والسلام استازی وواژه. له الله تعالی پرته بل څوک نه پوهیږي چې کله به د وژلو دا لړۍ ختمیږي. یوازې الله تعالی ته خپل شکایت کوو».

دکتور حاکم المطیري (کویټ کې د امت ګوند مشر او پوهنتون کې د تفسیر او حدیث استاذ):
«افغان ماشومان د معاصر جاهلیت تر چتر لاندې بمبار شوي، په خپل ولس یې دا حق دی چې انتقام یې واخلي او له خپلې خاورې دفاع وکړي او د هغه متجاوز او اشغالګر په وړاندې مقاومت وکړي. دا حق یې باید په رسمیت وپیژندل شي. هر څوک چې افغانانو ته د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د مقاومت په حق له اعتراف پرته غمرازي او تعزیت کوي، په حقیقت کې د ماشومانو له قاتلینو سره په یو صف کې دریږي».

له داسې ډله‌ییزو وژنو وروسته لا هم ملکي تلفات خورا ډېر شوي دي، یوازې تېره شپه په کندهار، غزني او پکتیکا کې ګډو ځواکونو ۲۱تنه ملکي وګړي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx