هند په فضا کې سټلايت ویشتنې ازموینه کړې؛ ناسا غندلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د هند هغه په فضا کې د سټلایټ ویشتنې ازموینه غندلې او دا یې د نړیوال فضايي مرکز لپاره خطر ګڼلی دی.

هند تېره اوونۍ په فضا کې د سټلايت (سپوږمکۍ) ویشتنې بریالۍ ازموینه وکړه.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د دغې تجربې وروسته د دولتي تلویزون له لارې په یوه رسمي بیان کې وویل چې هند اوس نړیوال فضايي ځواک د نړۍ څلورم هیواد شو چې په فضا کې د سټلایټ ویشتنې بریالۍ تجربه کوي.

خو د ناسا مشر جیم بریډینسټین بیا د هند ازموینه غندلې او ویلي يې دي چې هند د سټلایټ ویشتنې ازموینې سره په فضا کې ۴۰۰ ټوټې پاتې شوې چې د نړیوال فضايي مرکز سره د جنګیدو ویره شته.

هغه زیاته کړې چې تر دې دمه ناسا په فضا کې ۶۰ غټې ټوټې موندلي او له دغې تجربې وروسته نړیوال فضایي مرکز ته ور پېښ ګواښ ۴۴ سلنه لوړ شوی دی.

خو هند بیا دغه نېوکې ردې کړي او ویلي یې دي چې دوی ازموینه د ۳۰۰ کیلومتره په ارتفاع کې کړې او د دې هېڅ ویره نشته چې د ویشتل شوي سټلایټ ټوټې دې تر نړیوال فضايي مرکزه ورسیږي.

تر دې وړاندې چین په ۲۰۰۷ز کال کې ورته تجربې کړې وې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د