هند-پاکستان تر منځ تاوتریخوالي د کابل-ډهلي ټکټونه درې چنده لوړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي او د پاکستان د هوايي حریم تر بندیز وروسته د کابل-ډهلي تر منځ ټکټونو بیې درې چنده لوړې شوې دي.

پاکستان نیږدې میاشت وړاندې لومړی خپل فضايي حریم د هر ډول الوتنو پر مخ بند کړ خو وروسته پاکستاني چارواکو له عبوري یا ټرانزیټ الوتنو پرته د ځايي الوتنو لپاره د خپل هوايي حریم پرانیستلو اعلان وکړ.

د پاکستان د هوايي حریم له لارې هند ته پر الوتنو د بندیز له کبله افغان تجارتي او مسافر وړونکو الوتکو د ایران له لارې ډهلي ته سفر پیل کړ.

دغه نوې هوايي لارې د کابل – ډهلي سفر له دوو څخه شپږ ساعتونو ته لوړ کړ.

هند ته ډیری افغانان د زده کړو او تداوۍ لپاره ځي. ۳۷ کلن قاسم چې په کابل کې دکانداري کوي رويټرز ته ویلي چې هند ته همیشه د شکر ناروغۍ د تداوي لپاره تللو خو اوس د کابل ـ ډهلي دوه طرفه ټکټ ۷۰۰ ډالرو ته لوړ شوې چې اخیستل یې د ده تر وسې لوړ دی.

هغه زیاته کړې چې ډیری ملګري یې هند کې ایسار دي ځکه د بېرته تګ ټکټ وس نه لري.

په عین حال کې عبدالرحمن مرزايي چې په هند کې ماستري کوي رويټرز ته ویلي چې د ګرمیو په رخصتیو کې د ځان لپاره ټکټ نشي اخیستلای او شاید هلته ایسار شي.

هغه ویلي: «اوسنی وضعیت د افغانانو او افغان محصلینو لپاره ښه نه دی، ډیری افغان محصلین غریب دي او نشي کولای ځانته په لوړه بیه ټکټ واخلي.»

بل لوري ته د کام اییر او اریانا هوايي شرکتونه وايي چې د پاکستان هوايي حریم بندیز دوی ته خورا زیات زیانونه اړولي.

دوی ادعا کوي چې په تیره یوه میاشت کې کام ايير هوايي شرکت یو میلیون ډالر او اریانا هوايي شرکت پنځه لکه پنځوس زره ډالر تاوان کړی دی.

سپایس جیټ او اییرانډیا هندي هوايي شرکتونو بیا د پاکستان هوايي حریم د تړل کیدو سره د کابل-ډهلي ټول هوايي سفرونه لغوه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو ویلي وو چې د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته نژدې اته میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

همدا راز د پاکستان هوايي حریم تر تړل کیدو هره ورځ د ډهلي او کابل تر منځ نژدې دوه نیم زره کسانو تګ راتګ کاوه، خو اوس د مسافرو شمېر نېږدې ۵۰۰ کسانو ته راښکته شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د