خلیلزاد: د راتلونکي افغانستان په اړه باید د جوړجاړي موافقه تطبیق شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد وايي په راتلونکي افغانستان په باید له طالبانو سره د کېدونکي جوړجاړي موافقه تطبیق شي.

هغه چې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې راغلی، له ازادي راډيو سره خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان پر داخلي چارو يې له طالبانو سره خبرې نه دي کړي، خو ضمناً يې یاده کړه چې تر ټاکنو وړاندې که جوړجاړی وشي نو باید د جوړ جاړي «پرواګرام تطبیق شي.»

هغه وویل: «زه له دې سره موافق یم، چې تر ټاکنو وړاندې موافقه وشي او پر هر پروګرام چې د افغانانو تر منځ موافقه کېږي، د حکومت په ګډون؛ هغه پروګرام او هغه موافقه باید تطبیق شي.»

هغه د ټاکنو او سولې د مخکې او وروسته والي په اړه واضح ځواب ونه وایه، خو زیاته يې کړه چې دواړو ته باید تیاري ونیول شي.

خلیلزاد وویل دوی پر دې بحثونه نه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي، بلکې د داسې «وضعیت» په اړه بحث کوي چې د امریکا وتلو ته لار جوړه شي.

هغه زیاته کړه جګړه اوږده شوې، طالبان هم ستړي دي او نړۍ هم ستړې ده، ځکه خو امریکا هم د سیاسي حل په لټه کې ده.

نوموړي د مؤقت حکومت، اساسي قانون او نور مسائل د افغانستان داخلي چارې وبللې او په وینا يې پر څه چې افغانان موافقه وکړي، د دوی خپل کار دی.

افغانستان او سيمې ته د زلمي خليلزاد دا شپږم سفر دی چې نوموړی به د افغانستان، قطر او پاکستان په ګډون د نړۍ اوو هيوادونو ته سفر وکړي او د جګړې د ختمولو په اړه به د ځينو هيوادونو له مشرانو سره سلا مشورې وکړي، چې وروسته به په قطر کې له طالبانو سره هم ناسته ولري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

یو پیژندل شوۍ جنایتکاره امریکائی په کوم صلاحیت سره خپل سره قندهار ، هلمند ، زابل او ارزوګان ته تللۍ دی ایا د نوموړۍ سره دافغانستان هیئت مل وو او د څه هدف لپاره ؟؟؟ ځکه نوموړۍ یوازی او یوازی د خپل مملکت امریکا فریبکاره ارزوګانو عملی کولولپاره افغانستان ته د ترمپیتی له خوا لیږل شوۍ دی او دا سوال هم کیږی چی د افغان ملت لپاره پیژندل شوۍ مضر د خارجی په حیث په کومو ملی او بین المللی قوانینو خپل سره د افغانستان هری خواته چی وغواړی سفرونه وکړی او د ملت تباهی لپاره د ډالرو په کومک… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خلیلزاد هغه ګود شیطان دی چه د باران او نه باران ترمنځ به بلاخره د سولی د نوبل چایزه هم ورکړی او سوله به تر جنګ هم بدتره وی خلیلزاد هماغه د اوباما سیاست لوبوی چه په شکاره ارام او په پټه تر ټولو وحشت او خونړی حالات رامنځته کیدل تل به یی د سولی سولی چیغی او شعارونه ورکول تر دی چه زیات شمیر عسکر یی وویستل مګر د خلیلزادد سولی په شان تر اخره سوله تر لاسه نه شوه مګر د نوبل جایزه یی ترلاسه کړه خلیلزاد به هم ورته کار کوی