د «۱۳۹۸ ل» کال امنیتي پلان؛ حکومت د طالبانو ځپلو ته لومړیتوب ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» په مشرۍ جوړې شوې امنیتي غونډې د «۱۳۹۸ ل» کال لپاره امنیتي پلان تصویب کړ.

دغه غونډه چې نن په «ارګ» کې جوړه شوې وه؛ د حمدالله محب په ګډون د امنیتي سکتور لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود؛  دیادې غونډې د پریکړې په اساس  د روان کال امنیتي پلان د «خالد» په نوم نومول شوی او پریکړه پکې شوې چې؛  حکومت به په نوي کال کې د طالبانو ځپلو او د ټاکنو  خوندي ترسره کېدلو ته لومړیتوب ورکوي.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «خالد امنیتي پلان په ټول هېواد په ځانګړې توګه د ښارونو او لویو لارو د امنیتي وضعیت  د ښه والي، د دښمن د ځپلو، له ګواښ سره مخ سیمو د پېژندلو، د ټاکنو د امنیت لپاره د تدابیرو، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ځواکونو د سم سمبالښت او ځای پر ځای کېدو په موخه تطبیق او عملي کېږي».

یاده دې وې چې ګډ حکومت داسې مهال  په خپل امنیتي پلان کې د طالبانو ځپلو ته لومړیتوب ورکوي چې؛ طالبانو د نورو کلونو په خلاف لا هم پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي او تر ډېره یې په خپلو اعلامیو کې په عام المنفعه فعالیتونو باندې ټینګار کړی.

په داسې وخت کې چې د افغان سولې خبرې یوه حساس پړاو ته ننوتلي او هیوادوال د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو ښې پایلي ته هیلمن دی؛ د حکومت له لوري په نظامي اړخ  ټينګار او د طالبانو د ځپلو ګواښونو ولس د سولې په اړه د حکومت په ارادې شکمن کړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

واضح ده چه دغه فاشيستان سوله نه غواړي او خپلي ګټي او بقا په جګړه کي غواړي او که نوي نو دوي خو د خپل جرم له مخي بايد چه په مرګ محکوم شي. مرګ په دي اولس دوښمنه فاشيستانو. کاروان