مجاهد: د قطر غونډي په اړه نشر شوی «لست» د اعتبار وړ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه لست په اړه غبرګون ښودلی چې په دې وروستیو کې د نن ټکی اسیا په شمول د ځینو رسنیو له لوري خپور شو.

د طالبانو ویاند ویلي چې دغه لست د اعتبار وړ نه دی، ځکه چې په وینا یې: «د اسلامي امارت له طرفه یې د ګډونوالو شمیر له حقیقت نه زیات ښودلی و. حقیقت دادی چې په دې کانفرانس کې به د اسلامي امارت له لوري یوازې د مذاکراتي ټیم غړي او څو تنه نور محدود مشران شرکت کوي، له دې ماسوا چې نور کوم نومونه نشر شوې هغه حقیقت نه لري».

نوموړي همداراز ویلي چې دغه کانفرانس به د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړ شي چې د « د اسلامي امارت لوړرتبه پلاوی هم شرکت کوي».

مجاهد که څه هم نشر شوی لست بې اعتباره بللی دی خو بشپړ یې رد کړی هم نه دی، د نوموړي په څرګندونو کې راغلي: «همدارنګه نشر شوی لست نهایې هم نه دی، ځیني نور هم داسې نومونه شته چې په نهایي لست کې وجود نلري او ځیني داسې شخصیتونه هم شته چې په نشر شوي لست کې یې نومونه نشته، خو په نهایي لست کې شته».

باید وویل شي چې د رسنیزو شویو معلوماتو پر اساس د طالبانو او افغان شخصیتونو تر منځ به راتلونکې غونډه د قطر په پلازمینه دوحه کې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۴ او ۱۵ مه جوړه شي چې طالبان به د موسکو غونډې په دوام یو ځل بیا خپل موقف څرګند کړي او همداراز به د افغان سیاسي شخصیتونو، مدني فعالانو، ژورنالیستانو او نورو ذي دخله جهتونو نظرونه واوري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مجاهد صاحب سمه وایی، د روسانو او امریکایانو د ۴۰ کلو خونړی وحشت او دربدریو او وژنو کی هغه سبین ږیری او منورین چه حساب پری کیدلو څه مړه یا په شهادت رسیدل، باتو د نړیوال اشغال په ضد سبیڅلی جهاد پیل کړی او لګیا دی او څه ګوډ مات د ښو عقیدو او ښو نطریاتو لرونکی پاتی دی هغوی د کور کالی ډوډی له ستونزو سره لاس او ګریوان دی . رسنیو کی مرکو ته نه وخت لری او نه څوک وخت رکوی ، بیا هم دریم او څلورم لاس منورین که پاتی وی . زیاتره هماغو ته منورین… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

جناب مجاهد صاحب السلام عليکم ورحمة الله ! الله سبحانه دي اجر در کړي چي په دې اړه مو لازمه رڼا واچوله. هرکار بايد خپل اهل ته وسپارل سي، په تېره په دغسي مهمو مسئلو کي. څه ښه يې ويلي دي چي:« لكل فن رجال ولكل مقام مقال ». مقابل لوری چي د دې چاري لپاره هر ډول خلک ټاکي دا د هغو کار دی، خو د طلبای کرامو حفظهم الله د لوري خلک بايد د حل او عقد څښتنان، ښه مسلمانان، د حريت، عدالت، علم، تجربې او رايي، حکمت او نظر خاوندان وي. د ځينو کسانو دا خوی ښه… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

محترم مجاهد صاحب ستاسوهغه فرموده چه زموږ په داخلی چاروکی اشغال ګر حق نلری چه مداخله وکی اونه باید ددوی ترتاثراتو لاندی وی زماشخصی نظردۍ چه قاتلان اوجنایت کاره داشغالګرودعوت کونکی لکه کرزۍ،اشرفغنی اوقاتلان لکه دوستم،اتمر اونور ملحدین هم باید حصه وانخلی چه پرداسی ناسته دالله قهرنازلیږی ښه مثال یی دداوود خان له خلکیانواوپرچمیانو سره ګډ حکومت وو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ