د لوګر ولایتي شورا مرستيال په ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د لوګر د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر عبدالولي په کابل کې په يوې ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټر عبدالولي نن مازيګر له کابل نه جلال اباد ته په لاره و چې د سروبي په سيمه کې يې په ترافیکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ی او دوه تنه نور ورسره ټپيان شوي دي.

د لوګر ولايتي شورا د نوموړي مړينه تاييد کړې ده او ددې شورا غړي محمد ناصر غيرت رسنيو ته ويلي دي چې ډاکټر عبدالولي په ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د هغه مور او يو بل کس ټپيان شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي په وژنه خلکو خواشيني ښودلې ده او هغه يې د لوګر د ولايتي شورا يو فعال غړی ياد کړی دی.

په افغانستان کې د جګړو او هوايي بريدونو سربيره ترافيکي پيښې هغه څه دي چې له امله يې ګڼ شمير افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په هيواد کې د ترافیکي پيښو زياتوالی د موټر چلونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د