نړۍ

دشيخ اسامه دشهادت په اړه دطالبانو رسمي غبرګون خپورسو

6a00d8341c4df253ef00e54f1abea88833-800wiپه افغانستان کې دامریکايي ځواکونو پرضد په جګړه بوختو طالبانو دالقاعده دشبکې دمشر شيخ اسامه دشهادت په اړه رسمي غبرګون ښودلی.لاندې دهغه غبرګون بشپړ متن دی چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد يې يوه کاپي نن ټکی آسيا ته را استولي ده.

 


مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُواْ مَا عَاهَدُواْ اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُواْ تَبْدِيلاً الأحزاب:23

 

دلوی خدای جل جلاله له قضا اوتقدیرسره سم داشغالګروکفاروپه ضدد اسلامي جهاد داعي شیخ اسامه بن لادن رحمه الله دامریکایي یرغلګرو عسکرو په ناڅاپي بریدکې په شهادت ورسید. انالله واناالیه را جعون

دافغانستان اسلامي امارت ددې ستر ویر له امله ، دنوموړي شهید کورنۍ، دهغه لارویانو او دحق دلارې ټولو مبارزو مجاهدینو او درست اسلامي امت ته تسلیت وایي ، الله تعالی دې ددې ستر شهید قربانۍ قبوله ، اولوی خدای دې دنوموړي دسپیڅلي جهاد او شهادت   په برکت نور اسلامي امت ته له روان بحراني حالت څخه نجات ورکړي .

نوموړي شهید دشوروي یرغل په خلاف د افغانانو سره څنګ په څنګ په پوره اخلاص او شجاعت سره په جهاد  کې سهیم وو اوپه دې لارې کې یی داسې قربانۍ ورکړې چې داسلامي امت تاریخ به دتل لپاره پری ویاړي.

په دې سربیره شیخ شهید اسامه بن لادن رحمه الله دمسلمانانو دلومړۍ قبلې مسجد اقصی اوداشغال شوي فلسطین دشرعي داعيې تکړه مدافع اوپه ټوله اسلامي نړۍ کې دصلیبي اوصهیونستي تجاوزاتو په خلاف یو نه ستړی کېدونکې مبارز وو.هغه پدی لاره کې د هیڅ ډول قربانی څخه ځان نه سپماوه.

داسلام په درد ددې دردمن مجاهد ژوند له ډيرو ستړیو ، قربانیو او مشقتونو ډک وه ، چې داسلام تاریخ به یې یاد دتل لپاره ژوندی وساتي .

داچې دجهاد اوله اسلام څخه ددفاع لاره دقربانیو ،سرښندنو اوشهادتونو لاره ده ،اوشهید اسامه رحمه الله د دې لارې دهرلاروي په څیردجهاد له پیل نه دالله تعالی په لاره کې دشهادت په ارمان وو دژوند په اخیري شیبو کې په پوره میړانه اوغیرت سره هماغه ارمان ته ورسید.

که یرغلګر امریکایان او انډیوالان یی پدی خیال وي چې دشیخ اسامه بن لادن رحمه الله په شهادت سره به په افغانستان کې او یا په نورو اشغال شویو اسلامي هیوادونوکې دمجاهدینو روحیه او یا لیکې کمزوري شي ، دا به ددوئ لویه تیروتنه وي؛ ځکه د جهاد ونه تل په پاکو وینو لویه شوې، پالل شوې او ثمر ته رسیدلې ده اودیوه شهید تر شهادت وروسته سل نور دشهادت او قربانۍ میدان ته را وړاندې کېږي.

په افغانستان کې اوسنی جهادي خوځښت د ولس له مینځ څخه راټوکېدلی او ددې ویاړمن ولس د روا هیلو ترجمان دی. د باتورو پدې وطن کې د استعمار هر ګوذار لا زیاته خواخوږی او غبرګون زیږوی.

که زور او تشدد ته دغه مجاهد ولس تسلیمیدلی نوپه تیرو لسو کلونوکې امریکایي   یرغلګروکومې نظامي او شیطاني حربې سپمولې ، خو عیني واقعیتونه ښیي چي زورازمایي دلته معکوسې پایلې لرلې. دغه ولسی اسلامی خوځښت هغه فنر ته ورته دی جی څومره فشار پری راوړی، په هغومره قوت سره بیرته راګرځی.

اسلامي امار ت باور لري  چې دجهاد په دغه اوسني حساس پړاو کې به  دشیخ شهید اسامه رحمه الله شهادت داشغالګرو په خلاف روان جهاد کې نوې روح پو کړي ، جهادي څپې به یې نورې غښتلې اوڅپانده شي او راتلونکې وخت اوجریانات به دا هرڅه دوست او دښمن دواړو ته په اثبات ورسوي .       ان شا الله تعالی

داسلامي امارت رهبري شوری

3/6/1432 هـ – 6/5/2011 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x