نادري: تېر کال تر ۳۵زره زیات کسان په ملکي ادارو کې استخدام شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د اصلاحات اداري او ملکي خدمتونو ادارې ویلي چې په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د دغې ادارې له لارې تر ۳۵زره زیاتو خالي ملکي بستونو کې کارکوونکي استخدام کړي دي.

د یادې ادارې رییس احمدنادر نادري په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې د ملکي خدمتونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل په یوه کال کې په دومره لوړ تعداد خالي بستونو ته کارکوونکي استخدام کړي دي.

هغه زیاته کړې چې نیږدې ۷۰۰ خالي بستونه د لومړۍ او دوهمې رتبې ول چې د ازاد او شفاف رقابت له لارې ورته کسان ونیول شول.

د نادري په وینا د روانې میاشتې تر پایه به د ۵۵۰۰ کسانو چې پنځم او شپږم بستونو ته یې امتحان ورکړی، نتیجه اعلان شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د