د ټاکنو کمیسیون پخواني کارکوونکي؛ د «۳» میاشتو معاشونه مو کمیسیون ګرځولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دندې لیرې شوي کارکوونکي وايي؛ کمیسیون یې د دریو میاشتو معاشونه او د اضافي کار امتیازات ګرځولي.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور په اساس؛ دغه کارکوونکي چې شمېر یې«۴۰۰» تنو ته رسېږي د ټاکنو له کمیسیون غواړي څو ددوی معاشونه وروسپاري، ددې کسانو په وینا؛ کله چې غواړي د خپل حق پوښتنه وکړي لومړی کمیسیون ته په ډېره سختۍ پرېښودل کېږي خو؛ وروسته هلته هیڅوک نه حاضرېږي څو ددوی غوښتنو ته ځواب ووايي.

یاد کسان ادعا کوي چې؛ په ورځني رسمي کار سره سره یې ډېر وخت  د پنجشنبې او جمعې په ورځ او کله کله یې ان تر نیمې شپې د کمیسیون کارونه مخته وړي خو اضافي امتیازات یې نه دي ورکړل شوي.

یاده دې وي چې؛ د ولسي جرګې تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې لا یې هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوي؛ ګډ حکومت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ډیر غړي د فساد په تور له دندو لیرې کړل او ددې کمیسیون په ځینو مشرانو یې له هیواده د وتلو بندیز ولګاوه.

د حکومت دې پریکړې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه چې حکومت یې «شفافې» بولي؛ ګڼې پوښتنې راولاړې کړې، د څارونکوپه اند؛ که د «کمیسیون» مشران په فساد کې ښکېل وي د ټاکنو د «شفافیت» ادعا نشي کېدای.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د