د پښتو پر یوه مهم کتاب نیوکې؛ د «ناشناس» پر ضد غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي « صادق فطرت ناشناس» له لوري د پښتو په مهم تاریخي اثر «پټه خزانه» باندې نیوکو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

ناشناس چې دا مهال په «انګلستان» کې ژوند کوي، په مسکو کې یې د «پښتو» ژبې پوهنځی لوستی او په دې برخه کې د دکتورا څښتن دی خو اوس په خپله دکتورا پښېمان دی او په وینا یې؛ «ده غوښتل موسیقي ووايي خو پلار یې پښتو ورته انتخاب کړه».

تېره ورځ د نوموړي په اړه د لیکل شوي کتاب «ناشناس، ناشناس نیست» تر کره کتنې وروسته ددې کتاب له منځه د ناشناس» یوه مرکه خپره شوه چې د پښتنو تاریخ پکې جعلي یاد شوی او د پښتو په یوه مهم اثر باندې پکې نیوکې شوې.

دغه مرکه چې نوموړي له «صبورالله سیاسنګ» سره کړې ناشناس پکې ادعا کوي چې «د پښتنو تاریخ یوازې ۴۰۰ کاله عمر لري» کله چې مرکه کوونکی د پټې خزانې په اړه پوښتي چې د پښتو د مستند ادب تاریخ یې تر ۱۰۰ هجري کال پورې رسولی ناشناس یې په اړه وايي «د پښتنو تاریخ تر ۴۰۰ کاله زیات عمر نه لري، هر څه چې پښتو یې اوس لري په نږدې پېړیو کې لاسته راوړي، هغه هم یوازې څه شعرونه دي، که دا ټول شعرونه شهکارونه هم شي خو چې په پښتو کې د فزیک، کېمیا، ریاضي او بیولوژي مواد نه وي او د تاریخ، جغرافيې، ارواپوهنې او نورو علومو په برخه کې څه ونه لري؛  پښتو ته یې فایده نه رسي».

نوموړی زیاتوي « که درې میاشتې مطالعه وکړې، د پښتو هر څه زده کولای شې، نو بیا دکتوار ته څه اړتیا؟ چې کلونه ورباندې ضایع کړل شي نو زه په تاکید سره وایم چې «پټه خزانه» هسې یو جعلي شی ده».

ناشناس همدا راز  نازو انا، ملالی او د پښتنو نور تاریخي سړي «افسانوي شخصیتونه» بولي او په وینا یې هیڅ وجود نه لري.

پته خزانه چې د هوتکیانو په دوره کې «داوود هوتک» له لورې لیکل شوي،  د پښتو ادب د تاریخي لاسوندونو په لحاظ تر ټولو معتبر کتاب دی  او یوازېنۍ نسخې دی چې، د پښتو ادب د تاریخي لرغونتیا په اړه پکې معتبر لاسوندونه شتون لري، ددې کتاب په اړه د ناشناس جنجالي څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه ښودل شوي، د ولسي جرګې پخواني وکیل «زلمي زابلي» لیکلي «ناشناس دمور او پلار د تربيي او مهرمحبت څخه يو محروم انسان دي چه د اولي ورځي څخه عقديي د بل په کور غټ سوي انسان دي، له کالو راهیسې په لندن کې د مهاجر په ډول ژوند تېروي ايا داممکنه ده چه د انګليس د استخباراتو د تاثير څخه مصون پاته وي؟؟».

د ولید احمدزي په نوم بل کس لیکلي «داسې په پردي دسترخوان لوی سوي او بدنصيبه خلکو ته ژبه ، قام او کلتور هېڅ ارزښت نلري ډاکټر صاحب . بېچاره ۳۵ کاله يې هارمونيې سره تېر کړي داسې خبرې خو به خود ترې کېږي ».

avatar
12 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورزاد
میلمه
نورزاد

فکر کوم ناشناس د نشی پ حالت وو چه مرکه ورسره شوی.

محمد میرویس
میلمه
محمد میرویس

حنی خلک وایی چه هنرمند دم ندی خو دارنگه کسان یی ثابتوی چی دوی دمان دی.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د پښټو ادب د تاريخ او پټي خزانې په هکله داسي خبري له ډېر پخوا څخه کيږي. د دې خبرو سرلاري، ځيني لوېديز، ايراني او د هغو په متابعت يو شمېر د ډېورنډ د پولي د هاغاړي شکاکان دی. په دې هړه دغو شکاکانو ځيني مقالې او کتابونه هم ليکلي دي، خو څنګه چي دغه خبري د اغراضو او په تېره د خدای بخښلي لوی ښوواند عبدالحی حبيبي سره د حسد له مخي وې هيڅ علمي او تحقيقي ارزښت نه لري. حبيبي صاحب او نورو ادبپوهانو يې پر خپل وخت مدلل ځوابونه ورکړي دي. د دې مساۍلو د نه اعتبار… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

يعني واقعاً چه دم، دم وي

عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام علیکم محترم فطرت صاحب ؛ که زه ستا پر ځای داسی مشهوره دلاک وایی او زما نوم د قطر په میلمنو کی نه وایی، ګوره چه لا څه افلات, پوچ او فحش می ویلی وایی.تاسی يو وخت د چا په جواب کی ویلی وه که صدا از نی می براید نه از چهارتراش. ستاسو خبره پر ځای ده تاسی هم څه وزن اخستی دی نو د ښوو طمعه در څخه محدودیږی. خلګ وایی نس چه موړ سی بیا پاړسو وایی. يو راولاړیږی به احمد شاه بابا او بل یی مور افسانی بولی. دوی که د پښتنی مور شیدی رودلی… نور لوستل »

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

د نقد او توهين توپير بايد وشي . ناشناس ديوه عظيم ملت بې عزتي او بې حرمتي کړې او ددې جرم ځواب بايد ووايي . زه او نور پښتانه به ډېر خوشحاله شوي وو چې دې کم اصله ،کم ظرفه او نمکحرامه په علمي او فني شکل د داسې يوه اثر (پټه خزانه)چې ديوه لوی اولس د تاريخ او ثقافت سره اړه لري رد کړئ وائ او په علمي اسنادو يې خپله کثيفه او غرضي خبره ثابته کړې وائ . لاکن دا د افغانيت او علميت په فقر مبتلا شرابي ډم چې ټول عمر يې دارمونيې او طبلې سره تير… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

دا چې ناشناس د پښتنو تاریخ ۴۰۰ کاله ښیي، دا یوه د نه منلو خبره او جفا ده. دی یو دایم الخمر سړی دی او له دې کبله په خپل کور کې هم هېڅ عزت او حیثیت نلري. د ډېرو شرابو د څکلو له امله یې خپل ذهني توازن د لاسه ورکړی دی. که داسې نه وای، نو د دې خبرې څه اړتیا وه چې وایي پښتو ژبه ۴۰۰ کاله زړښت لري، ملالۍ، نازو انا او نور افسانوي شخصیتونه دي. په دې خبرو سره ناشناس د نورو سپکو خلکو (لکه پدرام) په تله کې ځان واچوه. لعنت دې وي په… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

وس ډمان هم د پښتو او د پټی خزانی د جعل په باره کی نظر ورکوی. اوس دغه ډم خپل اصل ته وګرځیدی. د محمد رفیق په نامه یو افغان دکراچی په ښار کی یو ماشوم د کراچی سیول هسپتال(ملکی روغتون) څخه په فرزندی واخستی، او نوم یی محمد صادق پر کښښود. همدا د سیندی نا جا یز اولاد همدا ناشناس دی.څرنګه چی دی پخپله یو جعلی پښتون دی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا زوړ ډم په بحث نه ارزي،،، ددې ناولي مړی نبايد افغانستان کې خښ کړل شي.

بارک
میلمه
بارک

معززو ورونه ، ناشناس دم دی دد
م نه څه ګیله ؟؟؟

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

AKHAR PA SPEENA GEERA WASHARMEDI

This man looks like a big idiot. I do not know how he got a PhD

In his conversation or an interview with BBC, he is not apologising, but he is showing like he is an idiot. in fact.

No I do not listen to his songs anymore.

خلیل الرحمن
میلمه
خلیل الرحمن

ډم دی نو! هسی پسی لګیا یی پریګدی یی د قرآن په تعبیر (انهم رجس)