افغانستانخبرونه

پکتیکا؛ ګډو ځواکونو «۱۲» کلیوال په ډزو وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت په «نکې» ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو یو ځل بیا عام کلیوال په ډزو وژلي.

د رسنیو د راپورونو په اساس؛ تېره شپه د یادې ولسوالۍ په «عاشقي» نومي کلي کې ګډو ځواکونو د خلګو په کورونو چاپه وهلي، د ګڼو کورونو دروازې یې ماتې کړې او  «۱۲» تنه عام کلیوال یې په ډزو وژلي.

ویل کېږي په یاده چاپه کې؛ ګډو ځواکونو «۴» کورونه بشپړ ویجاړ کړي.

یاده دې وې چې؛ په دې وروستیو کې د سولې له خبرو په یو وخت د «ګډو ځواکونو» شپنیو چاپو او عملیاتو زور اخستی او تر ډېره یې «ملکي وګړي» هدف ګرځول شوي، یوازې په تېره یوه ورځ او شپه کې «۲۶» تنه عامو خلګو د ګډو ځواکونو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی.

طالبانو یاد بریدونه «جنګي جنایتونه» بللي او په ګډو ځواکونو یې غږ کړی که له دا ډول بریدونو لاس وانخلي؛ له کلک غبرګون سره به مخ شي، طالبانو همدا راز له «یوناما» او د بشر د حقوقو له کمیسیونونو غوښتي څو ملکي تلفاتو ته توجیهات ونه لټوي او له دې ډول پېښو سره «سیاسي چلند» ونکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سوله څه فایده؟

سوله څه فایده؟
که ټول غیرتی علماء کرام، ځوانان، سپین ږیری، ښځی، ماشومان، جماتونه او مدرسی راته شهیدان کړی بیا مونږ سوله څه کوو؟
د افغان ولس استازی علماء کرام باید جدی قاطع او پریګنده موقف ونیسی او د سرو کفارو اشعالګرو نا تضمین واخلی چی د سولی خبرو په دوران کی د افغان ولس قتل عام بمبارونه شپنی چاپی زر تر زره بند کړی کنی هیڅ ډول ناستی پاستی غونډی په هیڅ وخت او ځای کی ورسره ونه شی.
د جنګ ټول پروګرامونه په مستقیم ډول د اشعالګرو له خوا ترسره هیڅکله د دریمګړی په نوم ځان نشی خلاصولی.

جميل

انا لله وانا اليه راجعون ، وټولوته دی پاک رب(ج) جنت فردوس ورنصيب کړی .
د خره کو.. چی کا وکړی نو لغتی غورځوی ، دا هم د دی لعنتيانو د سوخت او خارش آخری لغتی دی ، ډير ژر به يی کمبله ټوله شی ان شاء الله .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x