افغانستان

سرچینه: د قطر په بین الافغاني کانفرانس کې ګډونوال یوازي «د ځان نمایندګي» کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د بین الافغاني تفاهم په اړه په قطر کې د راتلونکې ناستې یوه تنظیم کوونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې دغې غونډې ته را بلل شوي کسان به هر یو د خپل ځان نمایندګي کوي.

نوموړي چې د نوم ښودلو څخه یې ډډه کول، نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه غونډه کې هیڅ څوک د خپل ګوند په استازیتوب ګډون نه کوي او نه هم د کابل حکومت نمایندګي کوی.

د سرچینې په باور د قطر غونډه د موسکو غونډې په څېر ده چې ګډونوال یې هر یو خپل موقف او د اشغال څخه پاک راتلونکي افغانستان په اړه خپل نظر بیانوي. «دا چي د کابل حکومت او سولی شوری ځیني غړی د خپلې ادارې نمایندګي نه کوي ممکن اشرف غنی ته دمنلو وړ نه وي ځکه په دې سره یې حکومت نور هم بی حیثیته کیږي».

داسي هم ویل کیږي چې اشرف غني د قطر بهرنیو چارو وزارت څخه د غونډې د ځنډولو غوښتنه کړې او د سولې شورا دارالانشاء رئیس او د سولې په اړه د مشورتې لویې جرګې د دایرېدو مسؤول عمر داودزي یوه خبرې کانفرانس ته څه موده مخکې وویل چې د قطر غونډه باید تر لویې جرګې وروسته دایره شي.

دغه خبر په داسي وخت کې ورکول کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د حکومت په شمول پر یوه بین الافغاني ټیم باندي ټینګار کوي تر څو په راتلونکې ناسته کې د یوه واحد موقف او مسؤولیت په لرلو سره د طالبانو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندي په قطر غونډه کې د ګډونوالو یو لست افشا شو چې په ټولنیزو پاڼو کې يې د ګډونوالو په اړه پراخ غبرګونونه را وپارول.

په لست کې د موسکو غونډي اکثره ګډونوالو سربېره د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د سولې شورا د ځینو غړو، پارلماني غړو او ځینو بهر میشتو افغانانو نومونه هم شامل وه. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه لست بې اعتباره او غیر نهايي وباله او په وینا یې ډیر داسي نومونه دي چې له دغه لسته پاتې شوي او ځیني يې اضافي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

په غونډه کې به د طالبانو حیثیت د یو بدیل نظام او د نورو ګډونوالو حیثیت د طالبانو د رعیت وې.
دا د اقتدار وږې، چاپلوس او وطنفروش مخلوق د شرم په نوم څه نه پیژنې او نه هم د طالب حافظه ښه کار کوې، بدبختې را ګرزې د عام افغان طوق ته

جميل

الحمدلله ، زمونږ ملايان او طالبان ډير زيرک او هوښيار دی ، په همدی ډول به مشکوکه افغانان او نړيوال هم پدی پوه شی چی راتلونکی نظام يوازی د همدغو فدايانو دی هغه چی دا هيواد ساتلای او اسلامی نظام پکښی پلی کولای شی بيا چی دوی هرڅوک لازم وګڼی او اهل د کار وی ګمارلی يی شی او نا اهله او فاسد شړلای شی .
شاباش طالبانو امنا ده ستاسو و سياسی بصيرت ته ، پاک الله(ج) مو بريالی لره .

الحاج استاذ بیانزی

الله ج فرمایی، یو قوم ته تر هغی بدلون نه ورکوم یعمی هر اړخیزی مرستی ورسره نه کوم تر څو چه هغه قوم به ځانو کی د بدلون اراده نه وی کړی طالب مجاهدینو له اوله حتی هغه وخت چه د همدغه اخوانی پاټکیانو د فساد او مظلوم اولس وژنی د مخنیوی د پاره ټوپک ته لاس کړو ، د الله ج او د دغه مظلوم اولس د دفاع په خاطر کلکه اراده کړی الله ج هم ورسره د مرستو بهیر جاری ساتلی دا مرستی یواځی به نظام اړخ کی نه بلکه سیاسی او داسی نورو حالاتو کی هم دی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x