د سولې خوب!

دکتور صلاح الدین سعیدي

خوب مې لیده وطن کې سوله راغله

نور د پردو ټوپک مو وغورځاوه

ورور ته مو غیږه ورکړه

مینه کامیابه شوه د کرکې په ځای

چې په اړخ واوښتمه

ګورم چې دا یو ښکلی خوب وه زما

زما خوب څه چې دافغان ملت دا سوچ وه زما

ځان سره غلی شوم، خپه شومه زه

بیامې قلم واخیست په فكر شومه

چې زما خوب، د ملت سوچ به

حقیقت شي کله ؟

نو سمد لاسه مې په جګ آواز

ناره کړه پورته:

د بسم الله او توکل په بازو

د خپل ملت د ستر تکل په بازو

چې دا تقدیر به بدلوو

، د هوډ لاسونه به یو بل ته ورکوو

دا لر او بر به یو کوو

چې مو خوبونه او خیالات

په حقیقت بدل شي

وطن کې سوله راشي

دا ملت عزم ، اراده شي سره

افغانان ټول جرګه جرګه شي سره

———————–

٢٠١٧ كال د مارچ میاشت

م ۰ کال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د