د لوړ همت اسباب (ښکلی مضمون)

د عبدالمالک همت ژباړه

په دې کي شک نسته چي همت د لوی څښتن سبحانه یو نعمت دی چي له خپلو بنده ګانو څخه يې پر هغه چا لوروي چي خوښه يې سي. هر ګلی او جلی او د ټيټ همت مادي پال خاوند د دې نعمت درلودونکی کېدای نه سي.

دا د لوی څښتن حکمت دی چي لکه څنګه چي يې خپلو ځینو بنده ګانو ته په علمي ځواکونو کي ځینو ته پر ځینو باندي فضیلت ورکړی دی، همدغسي يې خپلو بنده ګانو ته په عملي ځواکونو کي هم ځینو ته پر ځینو باندی فضیلت ورکړی دی. خو د لوړ همت درلودلو لپاره يې اسباب او لاملونه رامنځ ته کړي دي ، چي کله بنده له هغو څخه کار واخلي همت يې لوړ سي او نفس يې ارتقا او لوړوالی ومومي. اوس دلته موږ په لنډه توګه پر ځينو دغو لاملونو باندي رڼا اچوو، څو لوی څښتن جلت عظمته پر موږ باندي د لوړ همت پېرزوینه وکړي.

له دغو لاملونو څخه ځیني دادي:

(۱)  اخلاص : چا چي خالق تبارک وتعالی ته په تل تر تله نظر کولو سره مخلوق هېر کړی وي، نو دا کار يې د لویو کارونو او چارو ترسره کولو ته هڅوي.

امام ابن قیم رحمه الله وایي :

د لوړ همت بشپړوونکی او میوه ورکوونکی ښه نیت دی، نو کله چي دا دواړه سره یوځای سي بنده مراد ته ورسيږي.

(۲)  صدق او رښتینولي : په هوډ او تکل کي صادق او رښتینی سړی د لوړ همت خاوند وي او په خپل دې صدق او عزم او هوډ سره په دې او هغه دنیا کي نېک بخته وي. د هوډ او عزم رښتینولي داده چی په کار کي بې له تردده ټينګار وي. او په فعل او کړنه کي رښتینولي داده چي د هغه څه لپاره چي د تحقق او د ترسره کولو عزم او هوډ يې کړی وي خپلي ټولي هلي ځلي او وس او توان په کار واچوي. په دې توګه د رښتیني عزم او هوډ خاوند د همت او ارادې له ضعف څخه په امن کي کيږي او دغه صدق او رښتینولي يې په کار کي له ستړیا او سستۍ څخه راګرځوي.

(۳)  علم او پوهه : چاته چي علم او جهل یو برابر وی، یا په خپل حال قانع وي او څه چي پرمسلط سوي وی د هغو د له منځه تلو په فکر کي نه وي، نو دغسي څوک خو له اصله همت نه لري. دا خو علم دی چی د چا همت ته لوړ والی بخښي او د علم طلبوونکی د جهل او تقلید له تیارو څخه راباسي او نیت پاک او سپېڅلی کوي.

علم خپل خاوند ته د اعمالو پر مراتبو باندي پوهه او فقاهت ورپه برخه کوي، نو هغه مباحات پرېږ دي چي له عبادت څخه يې راګرځوي. لکه اضافه خوراک او خوب. او د حقوقو او واجباتو په منځ کي توازن او منځلاري رعایتوي او په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول په پام کي نیسي: « أَعْطِ كُلَّ ذِي حَقٍّ حَقَّهُ »

ژباړه: هر د حق خاوند ته خپل حق ورکړه.

همدا راز علم خپل خاوند د شيطانانو په چلونو او غولونو پوهوي. ابن قیم رحمه الله وايي: سالک د اعمالو په مراتبو او کار او کړنو په نفایسو باندي د ده د علم او پوهي سره سم په خپل حال او ایمان کي د زیاتوب او نیمګړتیا په هکله معرفت او معلومات لري.

(۴) ويښتیا او چسپاندي : ويښتیا او چټکتیا بنده د غافلانو له ډلي بېلوي، د جاهلانو له افعالو ډډه کوي او د خوب او مړژواندۍ جامې له ځانه باسی. نو تر هغو چي په جنت کي پر آرامه نه سي آرام او قرار نه کښېني .

نو عدن جنتونو ته ورودانګئ، ځکه دا ستاسي لومړي منازل دي او په هغو کي ستاسي لپاره د استوګني خېمې او ځایونه دي.  خو موږ دښمن بندیان کړي او جلاوطنه کړي یو، نو آیا موږ غواړو چي خپلو وطنونو ته وروګرځو ؟

نو څوک چي غواړی همت يې لوړ سي داورته مناسبه نه ده چي د غافلانو په دام کي راګیر سي ، که نه د پښېمانۍ ګوتي به مروړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ‌ذوالجوشن الضابي د بدر تر غزا وروسته اسلام ته وباله او ورته ويې ویل: نه غواړې چي په دې کار کي له لومړیو کسانو څخه سې؟ هغه ورته وویل: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ولي او له دې کاره دي څه شي منع کوي؟ هغه ورته وویل: زه وینم چي ستا قوم ته درواغجن وبللې او له وطنه يې وایستلې او جګړه يې درسره پیل کړه، نو زه به وګورم چي که پر دوی باندي بریالی سوې او کعبه دي فتح کړه زه به هم ایمان درباندي راوړم او متابعت به دي وکړم، خو که هغوی درباندي بریالي سول متابعت دي نه کوم. بیا کله چي مسلمانانو مکه مکرمه فتح کړه یو چا حال ورته وروړ چي مسلمانانو مکه ونيول، نو ذوالجوشن وویل: مور مي دي بوره سي کاشکي مي هغه وخت ایمان راوړی وای چي رسول صلی الله علیه وسلم وروبللم.([1]).

ښه يې ویلي دي چي د لوړتیا خاوند لوړتیا خوښوي، خو څوک چي ټیټ وي په ټیټتیا قانع وي.

(۵) کار په ښه توګه سرته رسول او تردد نه کول: تردد او زړه نازړه توب سړی د ښو کارونو له ترسره کولو څخه راګرځوي او نه يې پرېږدي چي خپلی موخي ته ورسیږي ، چا څه ښه ویلي دي:

إذا كنت ذا رأي فكن ذا عزيمة فإن فساد الرأي أن تترددا

که ته د کوم فکر او نظر خاوند يې ، نو د ټينګ عزم او هوډ خاوند واوسه او زړه نازړه کېږه مه، ځکه د رايي فساد او وراني په تردد او زړه نازړه توب کي ده.

بل وايي:

ومشتت العزمات ينفق عمره حيران لا ظفرٌ ولا إخفاق

د ډول ډول او ګډوډو عزمونو او تکلونو خاوند خپل عمر په داسي اریانتیا او لالهاندي کي تېروي چي نه يې بشپړ بری په برخه کیږي او نه په بشپړه توګه ناکامه کيږي.

نو په تردد او تشویش کي مه اوسه او خپل ځان په هغو شکونو چي بې له شکونو څخه يې بل څه نه زېږوي مه ضایع کوه او د لوی څښتن دې وینا ته پام وکړه:

( فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ )[آل عمران : ۳ : ۱۵۹]

ژباړه: بيا چي تا (تر مشوري او سلا وروسته د کومي چاري د تر سره کولو) ټينګ عزم وکړ، نو پر الله توکل کوه (او په غوڅه توګه کار پر مخ بيا يه).

(۶) د ځان د ارزښت او شرف پېژندل: له دې څخه موخه دا نه ده چي سړی په خپل ځان مغروره سي او لويي وکړي. بلکي مقصد دادی چي وګڼي چي دی په خلقت کي یو داسي بېل شی دی چي د هیچا سره ورته والی نه لري. نو باید هڅه او تلاښ وکړي چي په ښو عملونو او کارونو او په خپل علم ، نبوغ، خبرتیا، پشتکار، څېړنه او پلټنه، د عقل په سم کار اچونه، د ذهن په سپېڅلتیا، په روح کي د هلو ځلو په ګړندي توب سره خپل ارزښت نور هم لوړ بوزي او لازیات يې قېمتي کړي، څو يې بیه لا ډېره لوړه او زیاته سي.

نو ای زما وروره او خوري! او ای هغه څوکه چي پرون لوی څښتن ملایکي تاته په سجده کولو امر کړې او نن يې ستا په خدمت کي درولي دي. په آسمانونو کي څومري ملایکي دي چي هیڅ خوب او آرام يې نه دی کړی؟ په داسی حال کي چي کومه رتبه هم نه لري او ډډي يې په خپلو استوګنځایونو کي وچي سوي دي؟ څومري ملایکي دي چي د خوړو او اوبو څکه يې نه ده کړې او هيڅ ارزښت هم نه لري. په داسي حال کي چي حدیث شریف دی: «لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ تَعَالَى مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ »(بخاري، کتاب الصوم، باب فضل الصوم، ۱۸۹۴ حدیث).

ژباړه: د روژاتي د خولې بوي د لوی څښتن په نزد د مشکو تر بوی ډېر خوشبویه دی.

تر څو چي ته پر سمه لار روان يې ملایکي درود درباندي وايي او د عرش حمله بخښنه درته غواړي. نو راسه خپل ځان دي په ښه غور او دقت سره وڅېړه او قدر يې وپېژنه او په خپل همت يې په لوی او ستر نفس ونوموه.

(۷) دعاء: دعا مو ځکه په دې مقاله کي د پورتنيومورد بحث لاملونو په پای کي راوسته چي دا ډول ډول ښېګڼو ته د رسېدو ډېره پراخه او ډېره نژدې دروازه ده او دا داسي دروازه ده چي د شک او منازعې هیڅ خبره پکښي نسته. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « إِنَّ أَبْخَلَ النَّاسِ مَنْ بَخِلَ بِالسَّلامِ ، وَأَعْجَزَ النَّاسِ مَنْ عَجَزَ عَنِ الدُّعَاءِ ».

ژباړه: په انسانانو کي ډېر بخیل هغه دی چي په سلام اچولو کي بخالت کوي او د انسانانو ډېر عاجز هغه دی چي له دعاکولو څخه عاجز وي. ([2]).

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:« لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللَّهِ تَعَالَى مِنْ الدُّعَاءِ ».

ژباړه: لوی څښتن جل جلاله ته تر دعا بل هیڅ شی غوره نه دی. (دغه حدیث ترمذي تخریج کړی دی او د احادیثو نامتو کره کوونکي شیخ الباني حسن بللی دی).

نو خپل څښتن جلت عظمته ته د عاجزۍ او فقیرۍ له دروازې دننه سه او مناجات او عذر وزارۍ ورته وکړه.

ای لویه څښتنه ! ای زما مولا او خاونده ! تا صالحین په صالح توب نازولي دي او همتونه دې ور لوړ کړي دي، نو موږ هم له هغو څخه وګرځوه او د جنت لوړو پوړیو کي مو د هغو سره یو ځای کړه.

ای لویه څښتنه ! زماټول عمل صالح او خاص ستا لپاره وګرځوه او له تاپرته په هغه کي هیڅ شی د بل هیچا لپاره مه ګرځوه.

وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله محمد وآله وصحبه أجمعين.

([1])-   ذو الجوشن الضبابي، د حضرت حسين رضی الله عنه د وژونکي شمرنومي پلار دی ښه شاعر وو، وروسته يې اسلام ومانه او کوفې ته ولاړ او هلته يې استوګنه غوره کړه.

([2])-   دغه د حضرت ابوهريره رضی الله عنه وينا ده نه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم. او ابن حبان، بيهقي او ابويعلي روايت کړې ده او شعيب الأرنؤوط يې إسناد د مسلم پر شرط صحيح بللي دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د