افغانستانخبرونه

غني او خلیلزاد په ګډه له افغان سیاسیونو سره ګوري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» په ګډه له افغان سیاسیونو سره ګوري.

د طلوع نیوز د راپور په اساس؛ دغه ناسته چې تمه ده نن په ارګ کې وشي، هدف یې د سولې روانې خبرې بلل شوې.

د سرچینې په وینا؛ په دې غونډه کې په غني او خلیلزاد سربېره پخوانی ولسمشر حامدکرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د حزب اسلامي رئیس ګلبدین حکمتیار، د حراست او ثبات شورا مشر عبدالرب رسول سیاف،  د اجرائیه ریاست مرستیال  محمد محقق او د ولسمشر د لومړي مرستیال زوی باتور دوستم هم ګډون کوي.

یاده دې وي چې، خلیلزاد او غني داسې مهال له افغان سیاسیونو سره ناسته کوي چې؛ تمه ده د روانې میاشتې په نیمايي کې افغان سیاسیون او  پېژندل شوي شخصیتونه د بین الافغاني خبرو په موخه له طالبانو سره په قطر کې کېني.

په ورته وخت کې، زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان سیاسیونو او چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د یوه داسې ټیم په جوړولو باید کار وشي چې له طالبانو سره د خبرو په مهال د حکومت په ګډون د ټول افغانستان نمایندګي وکړای شي.

خو طالبانو په بیا، بیا له  ګډ حکومت سره خبرې رد کړې او د قطر د بین الافغاني ناستې په اړه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې،  هغه خلګ چې د قطر په بین الافغاني ناسته کې ګډون کوي یوازې د یوه افغان په حیث راځي او د خپلو ګوندونو او ادرسونو نماینده ګي نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

څنګه چی ۱۸ کاله مخکی په لمړی ځل همدی خليلزاد د جنايتکارانو او پلورل شويو بی همتو څخه دولت جوړ کړ اوس په پای کی غواړی له همهغه خدای خوار کړيو ناکامه بګيلو څخه مذاکراتی ټيم جوړ کړی .
خليلزاده ! هغه وختونه تير شول چی مشر بوش دی ويل وی ليډ آل د ورډ ، د افغانانو لاس ډير دروند دی داسی څپيړه يی درکړه چی ګنس او سربداله يی کړه لاست او ترابده يی د نړی خيالونه درنه ليری کړل .
ژر مو دا وحشی حرمونی درګرځوی کنه نور به هم ځانونه خراب کړی ی.

مجاهد

جمیل وروره ستاسی خبره سمه او به ځای ده چه د اشخاصو به شان الله ج د نړی قومونو ته ځانګړتیاوی ورکړی د مثال په ډول انګریزان یو ډیر شیطان مګر په څنګ کی د خلکو به استثمارولو او استعماری پلانو کی د نړی تر ټولو لوی شیطان قوم دی ، عربان او افغانان بیا جاهل مرګ میلمنه دوسته او خپلواکی غوښتونکی قوم دی یعنی غلامی نه منی . یعنی یو شمیر که غلامان هم شی مګر بل لوی شمیر اشغلګر باسی او غلامانو ته د هغوی د شان مناسبه سزا ورکوی لکه نجیب ته چه یی ورکړه . ستاسی… نور لوستل »

غمی،پښتین

مجاهد ته،
دا د استشهادی،فدایی لاپی ډیری وهی.ته په خپله استشهادی او فدایی ته نه راوړاندی کیږی او نور خلک تشویق کوی.
له ډیر ډار او بیم څخه د تیښته وکړه لندن ته ورسیدی،اوس د یو یا دوه بچی د راولیږه چه فدایی استسشهادی وکړی کنه،
په اور باندی پطرول مه اچوه.جنګونو ته لمن مه وهه.اوس د سوله وخت دی،ملایان ،طالیبان دستا څخه ملک ښه وینی ،دوی په داخل د افغانستان کی دی،او ته د لندن مزی وهی،

جميل

مجاهد وروره تاسو عربان او افغانان جاهل بللی او که زه سم نيم پوهيدلی ؟

مجاهد

پشتین صاحب ! ډیره مننه
مونږ ستاسی هدایت یا توصیه منلی د سټو په کنډو کی د کمیشن کارانو انتظار کوم د کمیشن کاری موسم په ختمیدو دی له دی وروسته د مسلکی زده کړو اړه ده چه حلال څه بکی تر لاسه شی امریکایانو د روسانو په شان اوښانو کی پړی اچولی روان دی هغه چرګی مړی شوی چه د سروزرو هګی به یی اچولی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x