نظــر

دغسي نه دی، لکه دوی چې وایی….!!

موسی فرهاد

په دې شپو ورځو کې غربي رسنۍ لګیا دي وای په افغانستان کې د ناکامو پلانونو، کمزورو ستراتیژیو، پلان او پلان مشکل له امله امریکا ماتي وخوړه.

زموږ د ټولني یو شمېر تش په نوم کارپوهان هم دا خبر ورسره زمزمه کوي، وای موږ په اول کې داسي ورته وویل او داسي مو ورته وویل، دوی نه منله اوس یې نو ماتي وخوړه.

حقیقت دا دی چې د عقل له پلوه، څه چې ممکن وو؛ هغه امریکا وکړل، زور و او که زر ، جنګي پوهه وه، او که تجربه، ستراتیژي جوړونه وه، او که پوځي پلان ګذاري؛ او داسي په لسګونو نور قابلیتونه… دا ټول له امریکا سره هم وو او هم یې وکارول، مګر بیا یې هم د داسي یو چا له لاسه ماتي وخوړه چې له پورتنیو ټولو وړتیاوو څخه بې برخي وو… دا ځکه چې د امریکا ترشا هغه انګیزه او عقیده نه وه چې پر بنسټ یې الله تعالی چا ته غلبه ورکوي.

الهی سنت دا دی، چې باطل که هرڅومره له مادي وسایلو برخمن وي، خو پر حق هیڅکله غلبه نشي موندلای، حق لوری که څه هم له هره پلوه کمزوری وي، خو بریا یې همیشه بالآخره په برخه وي. انبیاء ټول کمزوري وه، مګر پر غښتلو کفارو الله تعالی تل بریا ورنصیب کړي.

نو اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې د امریکا او د هغوی د ملګرو ناکامي هیڅکله د ناکامو پلانونو له وجي نه ده واقع شوي، بلکي له دې امله ناکامه شوه چې باطل وه او په مقابل کې جنګیدونکي کمزوري خلک یې واقعاً پرحق وه، چې الله تعالی یې مرسته وکړه.

نو د غربي مبصرینو دا تبصرې چې وایی د امریکا پلانی کار کمزوری و او یا یې پلانۍ ستراتیژي ضعیفه وه، ځکه یې شکست وخوړ؛ په دې ډول تبصرو کې اصلي هدف دا دی چې د خلکو ذهنیت له معنوي اړخه یعني الهي نصرت نه بل اړخ ته ګرځوي. چې په واقعیت کې دا خبره ناسمه ده. د شکست او بریا ترشا بنیادي عوامل د حق عقیده، سپیڅلې انګیزه، د ایمان وسله او بلاخره الهي نصرت دی، ولي مادي عوامل او وسایل په دې برخه کې ثانوي ځای لري. چې آساسي او پریکنده مؤثریت نلري.

دا حقیقت دی، شک په کې نشته او نه باید مؤمن سړي پکي شک ولري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خيرونه مو په نصيب شه بالکل همداسی ده څنګه چی تاسو ليکلی .

عبدالوا حد اڅګزۍ

موږکه قرآنکریم په معنی ووایوالله په ابراهیم ع ډیرآزمویښتونه وکړل آخریی دانسانانوپیشواجوړکۍ ددوسفرپاوروشکست دیوکمزوری بیعلمه اوپه اقبصادی ډګر کی ناتوانه ملک برۍ دالله خپل قدرت ښوول دی دتقواداروپوهانوپه عقیده

masoom

بلکل ګرانه دا درسره منم حق بریمن وی تل که څه هم کمزورﺉ وی
دا چا چې هیڅوک نه وی یا هیڅ شۍ ورسره نه وی و په حق وی او په الله یې عقیده وی
د هغوۍ سره الله وی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx