افغانستان

بلخ: په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو کې سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په بلخ ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه يې ديارلس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه ددې ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دی چې به نتيجه کې يې اته امنيتي سرتيري وژلي او پنځه نور ټپيان کړي دي.

بل لور ته طالبانو هم د بريد مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې يې په امنيتي پوستو بريدونو کې يوولس امنيتي عسکر وژلي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري په جګړو کې تيز والی راغلی دی چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

طالبانو تر دې وړاندې څو ځل له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ او جګړو لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته وګرځي تر څو د دوی له بريدونو څخه خوندي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ای عسکرو او پوليسو ! د طالبانو نوی عمليات اعلانيدونکی دی دا عمليات به ډير پيچلی او سخت وی د خپل خالق نه وبيريږی ، پر خپلو ځانو او کورنيو رحم وکړی ، د مرګ او دوږخه ځان وساتی ، دا مردار او د مړو سترګو ډالر مو د مرګ او دوږخه نشی راګرځولای .

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ، عسکرو، پولیسو او ملیشو ته ستاسی له مینی ډک وړاندیزونه د ستاینی وړ دی مګر د غریبی او بی سوادی له امله مجبوره شوی ځکه د اشغالګرو بی ننګه یونیفورم اغوندی او د یو څو ډالرو معاش د پاره د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو د پاره هم ځان او هم مظلوم اولس وژنی . که دوی یوځی غریب مګر بی سواده نه وی ځان او کورنی به یی له لوږی وژل شوی وی مګر دغه بی ننګی به یی نه وی منلی مګر دا چه له یوی خوا غریب او له بلی خوا بی سواده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x