ټکنالوژي

د جي میل په «۱۵مه» کلیزه د ګوګل کاروونکو ته ځانګړې ډالۍ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ل): د اپریل په لومړۍ نېټه په ۲۰۰۴م کال کې د ګوګل «Google» مشهور شرکت د جي میل خدمت وړاندې کړ چې اوسمهال ددې یو له مشهورو محصولاتو څخه دی او وړمه ورځ یې پنځلس کاله بشپړ شول.

د جي میل «Gmail» په پنځلسمه کلیزه ګوګل د داسې ځانګړتیا وړاندې کولو اعلان کړی چې کاروونکو یې له کلونو راهیسې انتظار کاوه.

ګوګل کاروونکو ته دغه ډالۍ د ايمیل «Email» استولو مهالویش اسانتیا وړاندې کول دي، په دې سره به کاروونکی وکولای شي د ایمیل استولو ته مهالویش وټاکي.

که څه هم له نورو لارې له جي میل څخه پیغام استولو مهالویش ممکن دی خو اوس مستقیما ګوګل له جي میل څخه دغه ځانګړتیا کارول ممکن کړي دي.

فوٹو بشکریہ گوگل

ددې لپاره د ایمیل استولو یا send تڼۍ ترڅنګ بله نښه وي چې په هغې کیکاږلو سره به د مهالویش لیږل ښکاره شي، ددې له مخې کولای شئ هر وخت مو خوښه وي ایمیل مهالویش کړئ چې په اتومات ډول به وروسته پخپل وخت لیږل کیږي.

د یادونې ده چې د ګوګل دغه کامیاب محصول (جي میل) په میاشتني ډول له درې نیم ملیاردو زیات استعمالوونکي لري، د ځینو راپورونو پر اساس د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره جي میل په نړۍ کې لومړی مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x