ورزش

افغانستان نړیوال جام لپاره څه ډول لوبډله چمتو کړي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام ته چې د انګلستان او ویلز هېوادونو په ګډو لوبغالو کې ترسره کیږي- ټولې څه کم دوه میاشتې (۵۷ ورځې) پاتي دي، په دغې نړیوال جام کې افغان لوبډلې هم د غوراوي سیالیو له لارې ځای موندلی.

هرې لوبډلې ته لازمه ده چې د روانې اپریل میاشتې تر ۲۳مې نېټې وروستۍ لوبډلې اعلان کړي، خو افغان لوبډلې ته پکار دي نړیوال جام لپاره څه ډول لوبډله چمتو کړي؟ د کرېکټ مشهورې پاڼې (Cricinfo) ددې په اړه راپور خپور کړی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزې نړیوال جام کې په ۲۰۱۵م کال کې چې په نیوزیلنډ او استرالیا کې ترسره شو لومړی وار ګډون وکړ، خو هغه مهال او اوس په افغان لوبډله کې کوم ګډون لیدل کیږي؟

د افغانستان ملي لوبډله اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا د توپ اچونکو په یو ورځنۍ درجه بندۍ کې دوه تکړه سوکه توپ اچونکي لري، همدا ډول په د آلراونډرانو په جدول کې راشد خان لومړی او محمد نبي دریم مقام لري، په تېر نړیوال جام افغان لوبډلې نه راشد خان درلود او نه هم مجیب الرحمن.

ددغو ځانګړو توپ اچونکو په مرسته افغان لوبډلې په تیره نږدې کې نه دا چې ویسټ انډیز لوبډلې ته د غوراوي سیالیو پایلوبه کې ماتې ورکړه، بلکې په اسیا جام سیالیو کې یې سریلنکا او بنګلدیش ته له ماتې ورکولو وروسته په سوپر فور پړاو کې له هند او پاکستان سره په زړه پورې لوبې ترسره کړې، له هغې وروسته یې تېره میاشت د ایرلینډ سره د پنځه یو ورځني سیریز دوه-دوه مساوي کړ.

ستره پوښتنه؛ د افغان لوبډلې درې سوکه توپ اچونکي به د انګلستان حالت کې څومره اغیزمن وي؟

د افغانستان لوبډلې سوکه توپ اچونکي راشد خان او مجیب الرحمن له لومړۍ ورځې او محمد نبي هم په رواني ډول په یو ورځنیو سیالیو کې ښه ځلیدلي دي، د مجیب الرحمن لخوا په دایره کې توپ اچونه کول او د زیاتو مخو منډه نیول، او د محمد نبي توپ اچونې ترڅنګ په میډل آرډر کې توپوهنه د افغانستان لپاره تر ټولو زیاته اغیزمنه ګڼل شوې.

همدا ډول راشد خان چې لوبډله په سخت حالت کې له ستونزو ژغورلی شي په منځني او وروستیو اورونو کې د ویکټو اخیستلو وړتیا لري، هم کولای شي پر لوبډله فشار زیات کړي او هم یې ویکټې وسوځوي، محمد نبي، مجیب ځدران او راشد خان په انګلش لیګ (ویټالټي بلاسټ) کې لوبیدلو سره د انګلش کنډیش سره اشنا دي.

ټپي توپ اچونکي

تر ډیره د انګلستان پيچونو حالت د چټک توپ اچونکو لپاره غوره دی، دولت ځدران په ۲۰۱۸م کال کې له غوراوي سیالیو وروسته په اوږه کې د ستونزو له کبله اوږده موده له سیالیو بهر و او د ایرلینډ پر وړاندې سیریز کې یې یوازې دوه یو ورځنۍ سیالۍ یې ترسره کړې، تر څو د نړیوال جام بشپړ چمتو والی ولري.

احتمالي چټک توپ اچونکي

شاپور ځدران، چې په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د افغانستان لخوا زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و او د افغانستان لپاره په نړیوال جام کې د لومړنۍ تاریخي سیالۍ ګټونکی دی، له هغه مهاله تر اوسه یوازې ۸ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي، نوموړی په خراب پرفارمنس او د ټپونو له کبله له لوبډلې بهر و، د دولت ځدران ترڅنګ په چټکه توپ اچونه کې د شاپور ځدران لوبېدل احتمال لري، ددې سربېره افتاب عالم هم د دولت ځدران مرسته کولای شي، نوموړی د اسیا جام سیالیو ترڅنګ د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې ښه وځلید.

نړیوال جام لپاره د افغانستان احتمالي لوبډله:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد شهزاد (کیپر)، حضرت الله ځاځی، جاوید احمدي، رحمت شاه، محمد نبي، نجیب الله ځدران، اکرام علي خیل، حشمت الله شهیدي، ګلبدین نائب، دولت ځدران، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، راشد خان او افتاب عالم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x