
طالبانو يو تن پوليس د کم عمرۍ له امله له بنده خوشې کړی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې په فراه ولايت کې يې يو تن نيول شوی پوليس د کم عمرۍ له امله د ترحم له مخې خوشې کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمد په خپل ټويټر د هغه کم عمره پوليس انځور هم خپور کړی دی چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري نيول شوی دی.
قاري محمد يوسف ليکلي چې د سميع په نامه يو تن پوليس چې د عبدالغفار زوی او د غور ولایت اوسېدونکی دی څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري په فراه کې نيول شوی و چې اوس د ترحم له مخې او د مور او پلار په غوښتنه خوشې شوی دی او خپلوانو ته يې سپارل شوی دی.
احمدي ويلي دي چې یاد پوليس د فراهرود ولسوالۍ اړوند د دوراهي انتن پوسته کې په دنده بوخت و چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري نيول شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو د نظامي فعاليتونو د زياتېدو له امله ګڼ شمير امنيتي سرتيري طالبانو ته تسليميږي او يا يې هم طالبان ژوندي نيسي چې وروسته يې په دې تضمين چې ګواکې بيا به د طالبانو په خلاف د دولت وسله والو ليکو ته نه ځي، خوشې کوي.