
نن په انځورونو کينړۍ
ایران: ۹۵ سلنه بندونه مو له اوبو ډک دي – انځورونه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): ایراني چاروکي وايي چې ۹۵ سلنه بندونه یې له اوبو ډک دي او په ډیرو ولایتونو کې د نورو سیلابونو د راتګ خطر هم زیات شوې دی.
ایراني چارواکو اوس تازه د تیلو څخه غني ولایت خوزیستان کې ۷۰ کلیو ته امر کړی چې کورونه پریږدي.
د ایران د سرې میاشتې رییس علي اصغر پیوندي ویلي چې د سیلابونو اوبه د خوزیستان ولایت پر لوري روانې دي او دوی اندېښنه لري چې په دغه ولایت کې به ډیری کلي د سیلابونو له کبله ډوب شي.
بل لوري ته د خوزیستان والي غلام رضا شریعتي ویلي چې په یاد ولایت کې ۹۵ سلنه بندونه له اوبو ډک دي.
د یادونې وړ ده چې د ایران په تازه سیلابونو کې تر دې دمه ۴۷ کسان وژل شوي او او وروستي ورښتونه د تیرې یوې لسیزې تر ټولو زیان رسوونکي ورښتونه ګڼل شوي دي.