افغانستانخبرونه

د ولسمشر هغه سلاکار چې پنځه میاشتې یې ارګ ندی لیدلی خو؛ معاش یې حواله دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): افغانستان د نړۍ په وروسته پاتې او فقر ځپلو هیوادونو کې راځي؛ چې د ورستیو څېړنو په اساس یې تر نیمايي زیات وګړي یې لا هم  دبېوزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي، خو دلته شته حکومتي چارواکي شاهانه او د نړۍ د ډېرو پرمختللیو هیوادونو د چارواکو په پرتله مستریح ژوند لري چې ډیری یې پرته له دې چې دندې ته راشي معاشونه ورکول کېږي.

تازه د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» د یوه ارشد سلاکار په اړه ویل کېږې چې؛ پنځه میاشتې یې ارګ ندی لیدلی خو معاش او امتیازات یې حواله دی.

د «ګام نیوز» د راپور په بنسټ؛ داوو سلطانزوی په هوايي چلند چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار دی چې؛ پنځه میاشتې کېږي له افغانستان څخه د امریکا په سفر وتلی او پرته له دې چې دندې ته راوګرځي،  څلور سوه زره افغانۍ معاش او نور اضافي امتیازات یې ورته رسېږي.

د ارګ ویاند د نوموړي د نشتون پړه د ځان نه بولي او په وینا یې؛ په دې اړه دې له نوموړي مشخصه پوښتنه وشي.

یاده دې وي چې؛ په داسې حال کې چې د افغانستان هوايي حریم تر بل هر وخت زیات له ستونزو سره مخ دی او د وروستیو راپورونو په اساس؛ یوازې په څو اونیو کې د هند-پاکستان د شخړې له امله ۸ میلیونه ډالر زیان ورته رسېدلی د ولسمشر ددې سلاکار شتون اړین وو خو دا چې د نوموړي د نشتون په اړه چارواکي لا هم بې تفاته پاتې کېږي د ګډ حکومت بې کفایتي په ګوته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

اوښ ته ویل چی غاړه دی کږه ده، اوښ ورته وویل چی کم ځای می سم دی. ټرمپ اعلان کوی چی د افغانستان جګړه یوه ناکامه جګړه ده، او متفکراعلان کوی چی سږکال د طالبانو د ختم کیدو کال دی. بس د مرچو دکرار څخه یی اټکل کوی.

بارک

داودسلطانزوی غزنیوال / چئ دپخوانی جنرال جنرال داکتر یوسف هزاره زوم کیږی او میرمنی هم چئ زهره نومیږی د ( رولا اشرف غنی )مشاوره و / هغی هم دالری معاش لری او کله کله د امریکی نه کابل ته راځی !!!!!

حکیمي

ګرانه ته مه خفه کیږه موږ خاینان په غزني کې نه پریږدو خوته ولې له دې خاین سره دیوه مشخص ولایت نوم اخلې
دهرولایت خاینان شته کنه

مجاهد

د کابل د غلامی ، ناوړی ، او فاسدی اداری ټول چارواکی د ع او غ په ګډون د سلطانزوی غلام په شان غلامان دی ارګ کی څه دندی تر سره کوی هغه چه امریکا ورته قومانده ورکوی یعنی د امریکا د پاره خپل مظلوم اولس استثماروی، وژنی او غلاموی نو سلطانزوی ښه کوی چه ارګ ته نه راځی یعنی د مظلوم اولس به وژلو کی یی ونده کمرنګه ده . معاشونه خو ارګ نه ورکوی امریکایان یی ورکوی دارګ بار دننه ټولو چارواکو ته امریکایان معاشونه ورکوی او زه باور لرم چه سلطان زوی به کور کی د امریکایی… نور لوستل »

احمد

سلام ورحمت الله
دا يوه ديره ښه خبره ده, ښه دي چه نشته ددي خلکو کار خو هڅي هم معلوم ندي, چه په وطن کي وي هم غلا کوي او هم بيچاره خلګ وژني, نو راځي چه دا خلک نور هم تشويق شي چه معاشونه د واخلي خو دا وطن او بيچاره خلګ دي په ارامه پريږدي. او همغه وطنو کي دي دخپل په فاهشه ژوند مردار شي, دری کي يو مطل دي وايي “مرغ کم ګويش کم”

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x