ورزش

د احمد شاه ابدالي سيالۍ به سبا په ننګرهار، کابل او کنړ ولايتو کې پېل شي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سيالۍ به سبا د پنجشنبې په ورځ سهار نهه بجې په يوه وخت په ننګرهار، کابل او کنړ ولايتو کې پېل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره اوونۍ د يادو سياليو په اړه ويلي وو چې د تېر په پرتله به د احمد شاه ابدالي سيالۍ په نوې بڼه او معياري کيفيت ترسره شي چې د نورو ليګونو په څېر به يې هر ډول اصول مراعاتيږي.

په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې (امو زون، کابل زون، بند امیر زون، مس عینک زون، سپين غر زون او بوست زون) ګډون کوي چې لومړی پړاو به يې د اپريل مياشتې له څلورمې نېټې پېل کيږي او د همدغې مياشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.

د يادو سياليو په لړ کې به لومړۍ سيالۍ د امو زون او بند امير زون لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي، دويمه سيالۍ به د مس عينک زون او کابل زون ترمنځ په ايوبي لوبغالي او دريمه سيالۍ به د بوست زون او سپين غر زون لوبډلو ترمنځ په کنړ لوبغالي کې ترسره شي.

د احمد شاه ابدالي سياليو لومړي پړاو کې به ټولې «۱۵» لوبې ترسره شي او هره لوبډله به پنځه-پنځه سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کورني کرېکټ مسوولین وایي چې په دې سیالیو کې به هره لوبډله بېل لیژن افیسر، منیجر، مشر روزونکی، د ډګر ساتنې روزونکی، د توپوهنې روزونکی، فیزیو او بدني روزونکی ولري، همدا ډول د ویډیو انالیست به په هره سیالۍ کې موجود وي.

د نوي معیار له مخې په یادو سیالیو کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه پنځه توپ اچونکي موجود وي او یو لوبغاړی په یوه ورځ کې له شلو زیات اورونه نشي ترسره کولای، چې په کې به د ملي لوبډلې لوبغاړي، نولس کلنو او میرویس نیکه سیالیو کې ځلیدونکي لوبغاړي ګډون کوي.

دا به د افغانستان فرسټ کلاس سیالیو دریم پړاو وي، له دې وړاندې دوه واره دغه سیالۍ ترسره شوي چې دواړه واره د «بند امیر زون» لوبډلې اتلولي خپله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x