ورزش

میسي د رونالډو یو بل ریکارډ مساوي کړ – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ل): د ارجنټاین هېواد نامتو او مشهور لوبغاړي لیونل میسي د ریکارډونو ماتولو په سلسله کې د پرتګالي تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو یو بل ریکارډ مساوي کړ.

لیونل میسي چې په کلبي سیالیو کې د برسلونا کلب لوبډلې سره یوځای دی تېره شپه په اسپانوي کلب کې د ویاریال لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې ګول وواهه چې د رونالډو سره یې د کلبي سیالیو ګولونه مساوي کړل.

په دغه سیالۍ کې که څه هم لیونل میسي له پېله ونه لوبېد او له لوبې ختمیدو ۳۰ وړاندې ښکته شو په ۹۰مه دقیقه په داسې مهال کې ګول وواهه چې لوبډله یې په ۴-۲ له سختو ستونزو سره وه، د لوبې په ۹۳مه دقیقه کې لویس سواریز څلورم ګول وواهه او له زړه راښکونکې حالته وروسته یې لوبه مساوي کړه.

په دې سره ۳۱ کلن لیونل میسي چې په نړیواله کچه لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی په یوازې اسپانوي کلب سیالیو کې «۴۱۴» ګولونه ووهل، په همدغې شمېرې ګولونه کریستیانو رونالډو هم وهلې دي، رونالډو په انګلش پریمیئر لیګ، اسپانوي لیګ او اټالوي کلب کې همدومره ګولونه وهلي دي.

۳۴ کلن رونالډو «۳۳۱» ګولونه په اسپانوي کلب کې د ریال میدرید لپاره، «۸۴» ګولونه د مانچسټر یونیټډ لوبډلې لپاره په انګلش او چمپینز لیګ سیالیو کې او «۱۹» ګولونه په اټالوي کلب کې د یوونتوس لوبډلې لپاره وهلې دي.

د یادونې ده چې لیونل میسي چې د برسلونا کلب سره یې د ۲۰۱۸-۱۹ کال په «۱۴۴» ملیونه یورو لاسلیک کړی دی تر دې مهال ټولې «۸۰۵» (کلبي او نړیوالې) سیالۍ ترسره کړي، چې «۶۵۶» ګولونه یې وهلي او «۲۷۸» ګول پاسونه (Assist) یې ورکړي دي.

تېره شپه د برسلونا او ویاریال سیالۍ چې له زړه راښکونکې لوبې وروسته په ۴-۴ مساوي شوه:

https://youtu.be/-dPngYBcieo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x