
په کرېکټ کې د فساد مخنيوي لپاره «ICC» له نړیوال پولیس سره هوکړه ليک لاسليک کړ
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ل): په کرېکټ کې د فساد او قماربازۍ مخنيوي لپاره د کرېکټ نړيوالې شورا د فساد ضد ادارې د نړيوال پوليسو يا انټرپول سره د لاس يو کولو پريکړه کړې ده.
د کريکټ مشهورې ويبپاڼې کرېک انفو د راپور سره سم د کرېکټ نړيوالې شورا د فساد ضد ادارې د انټرپول سره يوځای د هوکړې ليک لاسليک کړی دی، چې په مرسته به يې د فساد، درغلۍ او کرېکټ ته د زيان رسوونکو مخنيوی وشي.
د کرېکټ نړيوالې شورا له انټرپول پوليس غوښتي چې په دې اړه له دوی سره مرسته وکړي او د يوه بل سره معلومات شريک کړي، او لوبغاړو ته د خپلو قوانينو ښودنه وکړي.
د کرېکټ د فساد ضد ادارې مشر اليکس مارشال ويلي دي چې په يو شمېر هېوادونو کې د کرېکټ نړيوالې شورا سره په ګډه کار کوي او په دې سره به د لوبغاړو د کرېکټ تعليمات او د فساد مخنيوي لپاره لارښوونه وشي.
ACU and Interpol will exchange information on organised crime networks globally in an attempt to weed out corruptionhttps://t.co/16IJLlTVt4
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) April 3, 2019
همدا ډول په دې سره به د درغلۍ يا کرېکټ کې د فساد او قمار بازۍ په اړه د کرېکټ نړيوالې شورا په مستقيم ډول د معلوماتو غوښتلو لپاره له انټرپول سره اړيکې ټينګوي چې هم به قمار باز نيسي او هم به لوبغاړي ته سزا ورکول کيږي.
د کرېکټ نړيوالې شورا دا هوکړه ليک هغه مهال لاسليکوي چې څه کم دوه مياشتې وروسته د کرېکټ نړيوال جام ترسره کېدونکی دی، په دې سره به په نړيوال جام کې د فساد او قماربازۍ مخه ونيول شي.
د يادونې ده چې په کرېکټ کې (په ځانګړي ډول کورني ليګونو کې) فساد، درغلي او قماربازي په پراخه کچه ترسره کيږي، چې يو شمېر لوبغاړي په دې تور نيول شوي او د ټاکلې مودې لپاره له لوبډلو ويستل شوي، آن چې پر ځينو لوبغاړو عمري بنديز هم لګيدلی دی، په دې کې د پاکستان او هند لوبغاړي زيات تورن دي.