افغانستان

د اسیا پرمختیايي بانک: افغانستان به په روان کال کې ۲.۵ سلنه اقتصادي وده وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۵، ۱۳۹۸ل): د اسیا پرمختايي بانک په خپل کلني راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان اقتصادي وده به په روان کال کې زیاته شي.

په راپور کې راغلي دي چې د په ۲۰۱۹ز کال کې به افغانستان ۲.۵ سلنه اقتصادي وده وکړي چې د ۲۰۱۸ز کال په نبست زیاتوالی ښیي. په تېر کال افغانستان اقتصادي ودې میزان ۲.۲ سلنه و چې د ۲۰۱۷ په پرتله په کې کموالی راغلی و. په ۲۰۱۷ز کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲.۷ سلنه اعلان شوې وه.

د اسیا پرمختیايي بانک همدا راز اټکل کړې چې د افغانستان اقتصادي وده به په اینده کال کې ۳ سلنه ته ورسیږي.

یاد بانک په ۲۰۱۸ کې د اقتصادي ودې د کمیدو لامل امنیتي، سیاسي، اقتصادي ننګونې او وچکالي ښودلي دي.

د اسیا پرمختیايي بانک د اټکل له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د به د ښې هوا او مناسبو اوبو له کبله به کرنه زیاته شي چې ورسره به غذايي موادو بیې هم ښکته شي.

د افغانستان اقتصادي رشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان اقتصاد یعنی د غلام چارواکو اقتصاد ؟؟؟؟ کشکی مونږ د طالبان به شان خپلواک او مصلح حکومت لرلی ، خپلواکی زمونږ اقتصاد دی مونږ د چا خیرات نه غواړو مونږ په لوږه او تنده کی رالوی شوی مونږ عزت او خپلواکی غواړو مونږ الهی نظام او شریعت غواړو چه له امله یی الهی عدالت پلی کیږی االهی عدالت د تل پاتی سولی او هوساینی تضمین کوی . هو دا سمه ده چه مونږ به د نړیوال کلی سره راکړه ورکړه او قرض او داد ولرو مګر د یو بل خپلواکی او ګټو ته به رناوی او پام لرلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x