افغانستانخبرونه

امریکايي جنرال؛ امریکایان نور د افغانستان له جګړې ستړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا  د بحري ځواکونو متقاعد جنرال «ډان کاډویل» وايي؛ امریکایان نور په افغانستان کې له اوږدې جګړې ستړي شوي نو ځکه اړینه ده څو پالیسي جوړوونکي د افغانستان په اړه خپله پالیسي بیا و ارزوي.

کاډویل نیویارک ټایمز ته په خپله لېږل شوې مقاله کې لیکي؛ امریکایان «۱۷» کاله د افغانستان د جګړې په برخه کې په بې اثره پالیسیو تېر ایستل شوي، چې له امله یې په دې هیواد کې د امریکا «ښکېلتیا» نوره هم پېچلې شوي.

د کاډویل په وینا؛ دا ډېره په زړه پورې ده چې اوس په امریکا کې د جدي رهبرۍ دوه مخالف ګروپونه د افغانستان د جګړې دپای ته رسولو لپاره ګډې هڅې کوي.

کاډویل په پای کې امریکايي چارواکو ته مشوره ورکوي څو د هرې شخړې لپاره نظامي حل ونه لټوي بلکې په نورو لارو چارو هم غور وکړي.

یاده دې وي چې؛ امریکايي فوځي چارواکي داسې مهال د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو غږ کوي چې د وروستیو څېړنو په اساس تر نیمايي زیات عام امریکایان هم د افغانستان له جګړې ناخوښ دي او له دې هیواده د خپلو فوځیانو ایستل غواړي.

د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم ددې جګړې له سختو منتقدینو څخه پاتې شوی، نوموړي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې دا جګړه د «تاسف وړ» او خندوونکې بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

لاتراوسه یی ماغزه په قرار نه دی
چاچی زما سره وهلی سر په سنګ دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x