ايران: سپاه پاسداران ۲۵ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ايران د سپاه پاسداران ځانګړو عسکرو په هغه هيواد کې په افغان کډوالو ډزې کړي دي او پنځه ويشت تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې د ايران د سراوان ولايت په جالق او کلګان سيمو کې د سپاه پاسداران ډلې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي دي چې دې هيواد ته د مزدورۍ له پاره تللي وو.

که څه هم د ايران دولتي رسنيو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د ايران ځينې مخالفو رسنيو ددې پيښې په اړه راپورونه او انځورونه خپاره کړي دي.

سرچينو په ټوليزه توګه د ۲۵ افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو خبر ورکړی دی خو په کره توګه يې د وژل شويو او ټپيانو شمیر نه دی په ډاګه کړی.

د يادونې وړ ده چې په ايران کې وخت ناوخت افغان کډوال د حکومت له لوري نيول او ځورول کيږي او په ځينو سيمو کې يې تر خپلو پنډغالو پورې محدود
کړي دي او نشي کولای چې له خپلو کمپونو څخه بهر راوځي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د