افغانستان

امریکا کانګرس: د ملي اردو یونیفارم د تغییر طرحه دې بررسي شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د پوځ تازه راپور موندنې ښيي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي اردو لپاره تر ټولو قیمته خو په اسانۍ لیدونکی یونیفارم جوړ کړی دی.

یاد راپور د امریکا د پوځ له خوا تیار شوی او تیره ورځ د امریکا کانګرس یا سنا ته سپارل شوی دی.

د یو ایس ټوډی ورځپاڼې چې د دغه راپور یو کاپي یې ترلاسه کړې لیکلي چې د افغانستان د ملي اردو یونیفارم تر ټولو قیمته خو د داسې نښو درلودونکی دی چې په اسانۍ سره لیدل کیږي.

د امریکا کانګرس پر همدې دلیل د امریکا له دفاع وزارت (پنټاګون) څخه غوښتي چې د افغانستان د ملي اردو لپاره دي د بل یونیفارم جوړولو طرحه بررسي کړي.

یاد راپور د سیګار موندنې هم تایید کړي چې د ملي اردو د یونیفارم پر اړه یې څه موده وړاندې کړې وې. سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د ملي اردو د یونیفارم جوړولو طرحه پرته له دې چې ارزیابي شي تهیه شوې وه، په داسې حال کې چې اوسنی یونیفارم د افغانستان د ۲ سلنه سیمو لپاره مناسب او د استفادې وړ دی.

سیګار تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې امریکا تر ۲۰۱۷ز کال پورې ۹۳ میلیونه ډالر د ۱.۳ میلیونه یونیفارمونو لپاره مصرف کړي ول. یاد بنسټ زیاته کړې وه چې د دغې طرحې له کبله د ۲۰۰۸ څخه ۲۰۱۷ کلونو تر منځ ۲۸ میلیونه ډالر اضافه مصرف او ضایع شوي وه.

د افغانستان بیا رغونې لپاره دامریکا ځانګړي څارګرې ادارې رییس جان ساپکو هم د ملي اردو پر اوسني یونیفارم نقد کړی.

ساپکو ویلي چې د دغه یونیفارم اغوستل داسې مثال لري لکه د لباس تر شا دې لیکلي وي چې پر ما ډز وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

عسکره او په سټو کنډو کې پروت غمی پښتين صاحب

تاسو که اوس هم دا وردی نه غورځوی نو واقعا د ځان قاتلان ياست،،، په دې هيله چې د خپلو طالبانو وروڼو سره يو ځای شی،،،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x