
له ګوګل پلس سره نوره خدای پاماني وکړئ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ګوګل کمپنۍ اړوند ټولنیزې رسنۍ ګوګل پلس تېره ورځ خپل فعالیتونه بند کړل.
ګوګل د روان کال د جنورۍ د میاشتې په ۳۱مه اعلان کړی و چې د روان کال د اپریل پر ۲مه به ګوګل پلس ختم کړي، ځکه ډیر کم استعمالوونکي لري.
ګوګل اوس د ګوګل پلس اړوند ټولې صفحې، اکونټونه او تبصرې حذف کړي دي.
د یادونې وړ ده چې ګوګل پلس اوه کاله وړاندې د ګوګل کمپنۍ له خوا جوړ شو څو د فیسبوک سره پرې مقابله وکړي.