ننګرهار: بس کې چاودنې درې تنه ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار په ملنګ جان واټ کې په يو ټاټا بس کې چاودنه شوې چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه په ښاري بس کې شوې ده چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او د پيښې په اړه څېړنې کوي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوې ده. .

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د