افغانستان

د لويې جرګې د جوړېدونکي کمیسیون غړي ګمارل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د مشورتې لویې جرګې د جوړېدو لپاره د کمیسیون ۱۹ غړي ګمارل شوي دي، دوی به دا مسؤلیت ولري چې د جرګې د جوړېدو چارې پر مخ یووسي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاءرییس عمر داودزي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د دې کمیسیون لپاره يې د اشرف غني د ۱۳۵ حکم پر اساس ۱۹ تنه ګمارلي دي.

فضل کریم فضل، عبدالوهاب عرفان، عباس نویان، عبدالحق شفق، محمد ایوب رفیقي، عبدالرشید ایوبي، داوود کلکاني، صدیق پتمن، خان جان الکوزى، جماهیر انوري، فوزیه ارال، ملالۍ شینوارې، سید علي کاظمي، امین الدین مظفري، نسرین اوریاخیل، ضیاالحق امرخېل، نیلوفر ابراهیمي، سریر احمد برمک او روح الله نیازى د دې کمیسیون غړي دي.

داودزي زیاته کړې دې کسانو پرون چهار شنبه یوه جلسه هم وکړه، چې پکې ضیاءالحق امرخېل او فوزیه ارال مرستیالان، نادیه صالح منشي، سید علي کاظمي او عبدالرشید ایوبي ویندویان ټاکل شوي دي.

اشرف غني تېر کال ټینګار کړی و، چې دغه لویه جرګه به د تېر کال په حوت کې جوړه شي، خو وروسته يې د بېلابېلو علتونو له امله وځنډوله.

حکومتي سرچینې وايي دا لویه جرګه د سولې د روانې پروسې په تړاو را غواړي، خو د چارو څارونکي شکمن دي چې په دې لویه جرګه کې به د ولس رښتوني استازي برخه ونه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close