افغانستان

بادغیس ولایتي شورا: بالا مرغاب سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو تيره شپه د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ پنځه پوستې سقوط کړې، ولايتي شورا يې د بالامرغاب د سقوط انديښنه څرګنده کړه.

د بادغيس ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ نن رسنيو ته وويل چې طالبانو له تيرې شپې راهيسې د بالامرغاب په ولسوالۍ بريدونه پيل کړي دي چې جګړه لاهم روانه ده او ياده ولسوالۍ سقوط ته نږدې شوې ده.

بيګ ويلي دي چې تر اوسه په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي خو د کره شميرو په اړه يې څه ونه ويل.

نوموړي زياته کړه چې طالبانو د مرغاب ولسوالۍ ګڼې پوستې نيولي دي او هلته اوس يواځې امنيه قومندانۍ او د اردو یو کنډک د حکومت په واک کې دی.

د محمد ناصر نظري په نامه د بادغيس د ولايتي شورا بل غړی هم وايي چې له تېرې ډېرې مودې راهيسې په ياده ولسوالۍ د طالبانو له لوري بريدونه روان دي خو حکومت د طالبانو د حملو په شا تمبولو کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار خبر ورکړ چې تيره شپه يې په بالامرغاب ولسوالۍ باندې له څلورو لوريو بريدونه کړي دي چې له امله يې ددې ولسوالۍ پنځه امنيتي پوستې سقوط کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټوېټر د هغو ۲۱ تنو دولتي عسکرو انځورونه هم خپاره کړي دي چې تيره شپه يې په جګړه کې ژوندي نيولي وو.

تر اوسه د بادغیس ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x