ناټو: افغانستان ته ګډ ورغلي یو، ګډ به راوځو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وايي، پر افغانستان يې له ملګرو سره یو ځای برید کړی او یو ځای به ترې راوځي.

هغه د امریکا په کانګریس کې د وینا په اوږدو کې وویل، ناټو اوس په افغانستان کې ده «خو دا به دا مانا نه لري چې تل به هلته یو.»

نوموړي دعوه وکړه چې افغانستان کې يې په تېرو اتلسو کلونو کې ډېرې «لاسته راوړنې» درلودلې دي او په وینا يې که دا «لاسته راوړنې» ونه ساتل شي نو سوله به پایښت ونه مومي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن «۱۵وری» په واشنګټن کې غونډه لري، چې د ناټو د سرمنشي په وینا په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې يې هم د بحث موضوع ده.

سټولنټبرګ دا هم وویل چې دوی په پوره ځواک د سولې د روان بهیر ملاتړي دي او په خبره يې دا بهیر به د افغانانو په مشوره لا ستونزې حل کړي.

د ناټو سرمنشي دا هم زیاته کړه چې افغانستان کې يې د ښځو حقونو ته کار کړی اوپه وینا يې باید «خوندي شي.»

طالبانو پرلپسې ټینګار کړی چې دوی به په راتلونکي افغانستان کې د اسلام له نظره د هر بشر حق ته درناوی ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د