ننګرهار؛ چارواکي جنايي جرمونه د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې وروستیو نا امنیو او جنايي جرمونو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه را پیدا کړي دي.

په دې ولایت کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر شمس الحق مجاهد وايي، چې د ولایت په مرکز کې تښتونې، غلا او هدفي وژنې هغه څه دي چې سوداګر يې اندېښمن کړي دي.

هغه وايي نه په تېر کال کې او نه هم د روان نوي کال له پیله تر اوسه د کوم پرمختګ څرک لګېږي.

تېره ورځ د دې ولایت صرافانو هم په اعتراضي ډول کاربندیز اعلان کړی و، دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د سوداګرو ژوند ته جدي پام وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې ولایت کې د نوي والي په توګه د شاه محمود میاخېل له ټاکل کېدو څو ورځې وروسته، نوموړي په فیسبوک کې د یو پوسټ له امله د یو تن د نیولو حکم ورکړ.

پر هغه تور دی چې خواله رسنیو کې فعال، خو عملي چارو کې يې ولایت د جرمونو په ځاله بدل کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د