شنونکي: ناټو په افغانستان کې بریا ته ونه رسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): نن په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کېږي، چې پکې به په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا پر منډو ترړو هم خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ دعوه وکړه چې تېرو اتلسو کلونو کې يې په افغانستان کې پرېمانه «لاسته راوړنې» درلودلې دي.

هغه پرون د امریکا کانګریس ته خبرو کې وویل که دا «لاسته راوړنې» ونه ساتل شي، نو د سولې پایښت زیانمنولی شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د ناټو یرغل ستايي او په وینا يې له صفره يې پیل کړی و، خو «اوس داسې ځواکونه لرو چې د تروریزم پروړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.»

خو د چارو څارونکي وايي ناټو په اتلس کاله کې هم و نه‌شو کړای چې خپل هدف ته ورسېږي.

د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي، د ناټو، امریکا او حکومت غلطۍ د دې علت شوې چې جګړه نږدې دوه لسیزې په بر کې ونیسي.

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، دا جګړه باید دومره نه وای اوږده شوې، خو د جګړې د دریو متحده اړخونو ناټو، امریکا او حکومت د غلطیو له امله اتلسو کلونو ته ورسېدله.

قدرت الله ځواک هم ورته نظر لري هغه وايي ناټو کوم اغېزمنتوب نه درلود او په دې اوږده موده کې يې نه جګړه وګټله او نه يې هم بریا تر لاسه کړه.

د شمالي انتلاتیک تړون، یا هم ناټو، اویا کاله وړاندې د یو تړون پر اساس رامنځته شوه، چې اوس يې د ټولو غړو شمېر ۲۹ هېوادونو ته رسېږي.

د دې سازمان ګڼو هېوادونو د امریکا پر مشرۍ په ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او دعوه يې کوله، چې د بشري حقونو د ساتنې، د تروریزم «چې هغه وخت يې طالبان هم د تروریستانو سرلارې بلل» د له منځه وړلو، مخدره موادو د مخنیوي او «بشري همکارۍ» لپاره افغانستان ته راغلي دي.

ناټو دلته اتلس کلونه تېر کړل، خو د مخدره موادو کښت د طالبانو د واکمنۍ په پرتله څو چنده لوړ شوی، جګړه ژبغړانده شوې او د بشري حقونو او اقتصادي ځوړتیا په برخه کې د نړۍ په سطحه ځپلی هېواد لا هم افغانستان دی.

د ناټو سرمنشي تېره ورځ د امریکا کانګریس ته وویل، په ګډه تللي یو، په ګډه به راوځو!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

په ډيرو رسنيو کی همداسی ويل کيږی چی امريکا او يا ناټو بری ته و نه رسيدل او يا بريالی نه شول لکه تور اوباما چی ويل مونږ طالبان نشو ماتولی ، خو يو هم دا جرات نشی کولای چی ووايی امريکا او ناټو په افغانستان کی ماته وخوړله او يا داچی طالبانو مات کړل . ينس سټولنټبرګ او ځنی نور احمقان د ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو خبری کوی دا احمقان پدی نه پوهيږی چی افغانستان اسلامی هيواد دی او ولس يی پر خپل دين ډير کلک دی ، ينس دی دا موئمن ، غيرتی او پتمن ولس پر… نور لوستل »