افغانستان

طالبان: د حکومت له لوري پر ملکي تلفاتو د یوناما چوپتیا؛ یوه پوښتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د حکومت له لوري د امنیتي پلان د تصویب اړوند خپره کړې تبصره کې یوناما ته هم ګوته نیولې او غږ يې پرې کړی چې د وروستیو ملکي تلفاتو اړوند دې خوله پټه نه نیسي.

لوړپوړو امنیتي چارواکو وړمه ورځ د «خالد امنیتي پلان» په نوم پلان تصویب کړ، چې د طالبانو پر ځپلو يې پکې ټینګار کړی و.

طالبانو دا پلان د جګړې ډګر کې روحیه باللیو عسکرو ته د روحيې ورکولو یوه ناکامه هڅه بللې ده، خو ضمناً يې یاده کړې چې حکومت په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.

«د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې خپره شوې تبصره کې، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني، هلمند او ګڼو نورو ولایتونو کې وروستیو ملکي تلفاتو ته اشاره شوې ده او خواشيني پرې ښکاره شوې ده.

«د ډېر تأسف ځای دا دی چې د ګوډاګۍ ادارې جنګي ماشین نن سبا ټول د افغانستان د بې دفاع مظلوم ولس په وړاندي کاریږي، دا ځکه چې د مجاهدینو په وړاندي یې هم د جګړې مورال بایللی او هم یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی.»

طالبانو یوناما تورنه کړې چې له ملکي تلفاتو سره سیاسي چلند کوي او پر وروستیو ټولو پېښو يې خوله پټه نیولې ده.

«د یوناما په څیر نړیوالي تش په نوم د بشر خواخوږي ادارې هم د اجرتي قاتلانو پرکړنو پټه خوله دي، هرډول جنګي جرایم چې هغوی ترسره کوي؛ دوی یې په اړه پته خوله پاتي کیږي، له ملکي تلفاتواو بشري جنایاتو سره هم سیاسي چلند ترسره کوي.»
طالبانو پر یوناما غږ کړی چې پر دې جنایاتو پټه خوله پاتې نه شي او پر خپل حیثیت سوال پرې نه ږدي، ځکه پټه خوله نیول يې «پرناپیلیتوب یوه سنګینه سوالیه نښه ده.»

څو ورځې وړاندې د غزني په اندړو کې د ملا نوح بابا پر ښوونځي د عسکرو توغول شوې هوان مرمۍ ۲۱ تنو زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ‌ژوبله واړوله، چې پوهنې وزارت يې هم غندنې ته اړ یوست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x