افغانستان

بغلان: د يو ډاکټر په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار په يو مارکېټ کې چاودنې د يو ډاکټر په ګډون ۱۴ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم غفاري وايي چې چاودنه د پلخمري ښار په حاجي غوث الدين مارکېټ دوهم پوړ کې د ډاکټرانو په کتنځايونو کې رامنځته شوه چې له امله يې يو ډاکټر وژل شوی دی او د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي.

غفاري د وژل شوي ډاکټر نوم سيد علي ياد کړ خو د چاودنې د نوعيت او نورو ټپيانو د هويت په اړه يې معلومات ورنکړل او نه هم تر اوسه د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

د بغلان په پلخمري ښار کې حاجي غوث الدين مارکېټ چې په لومړي پوړ کې يې درملتونونه او دوهم پوړ کې ډاکټران دي د بغلان د ښار په ګډون ددې ولایت د بېلابيلو ولسواليو ناروغان هم د تداوۍ له پاره هلته ورځي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ځينې وخت غله او انسان تښتونکي له سوداګرو او ډاکټرانو څخه د نغدي پيسو غوښتنه کوي چې د هغوی د انکار په وجه يې کلينکونه په بمونو الوځل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم د ولسي وګړو د سپرليو په موټر کې چاودنه شوې ده چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close