
طالبانو «د ښوونځیو بیا رغونه» په نوم د فعالیتونو ویډیو خپره کړه – ويډيو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون «د ښوونځیو بیا رغونه» تر سرلیک لاندې په ښوونیز ډګر کې د طالبانو د فعالیت، بیارغونې او پر ښوونیز بهیر د څار په اړه د ترسره کړیو چارو لنډ ویډيويي راپور خپور کړی دی.
دا ویډیو چې ټوله نږدې اوه دقیقې کېږي، د طالبانو په رسمي پاڼه خپره شوې او د ښوونځیو له تصویرونو سره یو ځای پکې د فقیر محمد درویش په غږ کې په شعر کې ولس ته خطاب کېږي چې که طالب سرتېري له جګړې بې غمه شي ولس ته هر ډول خدمات وړاندې کولی شي.
دې ویډیو کې د طالبانو خبریال هغه ښوونځي ته ورغلی، چې د بادغیس په بالا مرغاب کې عسکرو په پوستو بدل کړي و، طالبانو بېرته په ښوونځیو بدل کړي، پرانیستي يې دي او بیا يې رغولي دي.
په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو تر څنګ څو مدرسې او دارلحفاظونه هم فعال شوي دي.
د طالبانو د تعلیم او تربيې کمیسیون د روان تعلیمي کال په پیل کې هم پر ولس غږ وکړ، چې خپل اولادونه ښوونځيو او له غرمې وروسته مدرسو ته ولېږي.