
«زلمی خلیلزاد به سبا پاکستان ته روان شي»
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې وه زلمی خلیلزاد نن اسلام اباد ته سفر وکړي، خو افغانستان کې ډېرو مصروفیتونو يې سفر ځنډولی دی.
مشال راډيو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې زلمی خلیلزاد به سبا جمعه «۵ اپریل» اسلام اباد ته سفر وکړي.
د سرچینې په وینا هغه به دوه ورځې پاکستان کې پاتې شي او د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون به له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره هم وګوري.
خلیلزاد کابل ته تر سفر وړاندې برتانیا کې له بي بي سي فارسي سره خبرو کې ویلي و، د جګړې په ختمولو کې د سیمې د هېوادونو رول هم مهم دی او سترګې ترې نه شي پټېدلی.
خلیلزاد چې څو ورځې وړاندې کابل ته را ورسید، دلته يې د چارواکو په ګډون له ځينو ځوانانو او مدني فعالانو سره هم لیدلي دي.
هغه تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل په راتلونکي افغانستان کې باید هغه څه تطبیق شي پر څه شي چې له طالبانو سره موافقه کېږي.
ویل کېږي خلیلزاد به د همدې سفر په لړ کې قطر ته ورسېږي، چې له طالبانو سره د هغه له خبرو اترو وروسته به د سیاسیونو، علماوو او مدني فعالانو یو شریک پلاوی هم له طالبانو سره دوحه کې ناسته ولري.